ملګري ملتونه کولاى شي چې د افغانستان د سولې په پروسې کې مرسته وکړي . دا خبره د ملګرو ملتونو عمومي منشي بنکي مون، د جمعې په ورځ په استرالیا کې وکړه.
هغه پر نړیوالې ټولنې ټینګار وکړ چې له افغانستانه د خپلو ځواکونو له وتلو وروسته دا هېواد یوازې پرې نه ږدي .
بنکې مون چې پر امريکا يې د سپټمبر د یوولسمې د تروریستي برید د لسمې کالیزې په درشل کې خبرې کولې، پر دې خبره ټینګار وکړ چې کله په دوه زره څوارلسم میلادي کال کې بهرني عسکر له افغانستانه وځي، دا باید په دې معنى نه وي چې ټوله نړیواله ټولنه له دې هېواده پښې سپکوي.
حتى که د ایساف ځواکونه له افغانستانه ووځي، نو بیا هم دا لازمي ده چې نړیواله ټولنه له افغانستان سره خپلې ژمني پرځاى کړي . بنکي مون دا خبرې د استرالیا په کانبرا کې د وينا پر مهال وکړي .
د بنکي مون په وینا په افغانستان کې سخته ناامني ده ، زیاته یې کړه بهرني ځواکونه کولاى شي چې د افغانستان ملي اردو او پولیسو په پیاوړتیا کې مرسته وکړي.
بنکي مون وویل ملګري ملتونه کولاى شي چې تخنیکي مرستي برابرې کړي او همدا شان له طالبانو سره د خبرو په برخه کې چې د لویدیځو چارواکو په وینا په امتحاني توګه روانې دي ، د ولسمشر کرزي اداري ته په دې برخه کې سیاسي مشورې ورکړي.
بنکي مون زیاته کړه باید هر کله یو سیاسي دیالوګ یا دوه اړخیزې خبرې موجودې وي. دلته په نړیوالې ټولنې کې یوه اجماع موجوده ده چې په دې برخه کې دوه اړخیزو خبرو اترو ته اړتیا ده .
اوس په افغانستان کې یولک امریکايي سرتیري دیره دي چې له هغو څخه به درې دیرش زره د راتلونکي کال تر نیمایي پورې له دغه هېواده ووځي . د مهالوېش له مخې ټول امریکايي عسکر به د دوه زره څوارلسم میلادي کال تر پایه پوري له دې هېواده ووځي.
د سپټمبر ١١مه:
بنکې مون دا څرګندونې د پنجشنبې په ورځ په داسی حال کې وکړې چې امریکايي چارواکو په خپل هېواد کې د نوي تروریستي حملې خبردارى ورکړى.
مقاماتو د امریکايي ځواکونو په لاس د القاعده شبکې د بنسټ ایښودونکي ، اسامه بن لادن ، تر وژني وروسته د ممکن سخت عکس العمل خبرداری ورکړى و . بنکي مون د دوه زره لومړي میلادی کال د سپتمبر د یوولسمې د پیښې په مهال په نیویارک کې و ، چېرته چې دوو الوتکو د نړیوال تجارتي مرکز اسمانڅکې ودانۍ ونړولې.
بنکې مون وايي هغه وېره او ترهه او هغه ګډوډ حالت چې د څو ساعتونو لپاره یې دوام وکړ زما په یاد دی .
بنکې مون وايي زه خپله د پیښې په ځای کې وم . هغه وايي په دې پیښه کې ملګري ملتونه له یوې ډیرې لویې ضایعې سره مخامخ شول . درویشت کارکوونکي یې مړه او تر اتیاوو ډیر یې ټپیان شول .
بنکي مون چې د جمعې په ورځ به د سپتمیر د یوولسمي په یاد په یوه کنسرت کې د ګډون لپاره نیویارک ته ورسیږي له دوه زره دويم میلادي کال راهیسی چې د کوفي عنان پر ځای د ملګرو ملتونو د عمومي منشي په توګه ټاکل شوى دا یې استرالیا ته لومړني سفر دی .