د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۲۹

امريکا: القاعده اوس هم موږ ته لوى ګواښ ګڼل کېږي


د القاعده شبکې اوسنى مشر ايمن الظواهري
د القاعده شبکې اوسنى مشر ايمن الظواهري
د امريکا حکومت وايي القاعده اوس هم د دغه هېواد لپاره تر ټولو لوى تروريستي ګواښ ګڼل کېږي، ځکه دا ډله په افغانستان او پاکستان کې له نورو سخت دريځو ګروپونو سره همکاري کوي.

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت د نړيوال ټروريزم په باب په خپل کلني راپور کې ويلي، که څه هم د القاعده شبکې کليدي غړي په پاکستان کې کمزوري شوي، خو دا ډله لا هم د سيمې او نړۍ په کچه د تروريستي بريدونو ځواک لري.

په راپور کې راغلي، د القاعده او د هغې د پاکستاني متحدانو لکه تحريک طالبان پاکستان او حقاني شبکې ترمنځ د منابعو د شريکولو زياتېدل دا معنى لري چې په جنوبي اسيا کې تروريستي ګواښ اوس هم په لوړه کچه پاتې دى.

راپور د ٢٠١٠ م کال په باب دى، يعنې مخکې تر دې چې په مې مياشت کې د امريکا ځواکونه د القاعده شبکې مشر په پاکستان کې ووژني.

په راپور کې د ايران، سوريې، سوډان او کيوبا نومونه هم اخيستل شوي، چې د امريکا په باور دغه هېوادونه ټروريزم تقويه کوي.

د راپور پر اساس، ايران په ٢٠١٠ م کال کې د ټروريزم ډېر فعال ملاتړى و، چې په منځني ختيځ او مرکزي اسيا کې يې په مالي، مادي او لوژستيکي لحاظ د سخت دريځو ډلو ملاتړ کاوه.
XS
SM
MD
LG