د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۳ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۷:۱۷

په افغانستان کې د سیاسي وژنو انګېزه څه ده؟


ډېریو نړیوالو ورځپاڼو په افغانستان کې د سیاسي وژنو په اړه مطالب خپاره کړي دي، چې په تېرو شپږو میاشتو کې یو یو نوي کسان وژل شوي

ټایمز

د ملګرو ملتو د یوه رپوټ له مخې د روان میلادي کال په لومړیو شپږو میاشتو کې په افغانستان کې یو سل او یو نوي کسان ترور شوې دي.

ټایمز ورځپاڼه په افغانستان کې د دغو سیاسي قتلونو مساله څیړي او په خپله تازه ګڼه کې لیکي، د افغانستان په شمال کې د مې له میاشتې راپه دې خوا چې په تخار کې د شمال زون د پولیسو قوماندان جنرال داوود داوود وژل شو بیا مهم سیاسي قتل نه و شوی، خو پرون په ګاونډي کندز کې د استخباراتو یو مسوول وسله والو وواژه.

ورځپاڼه د ډیپلوماتانو په وینا څرګندوي، چې دا وېره شته، چې له دغو قتلونو سره د ولسمشر کرزي د ملاتړ یو جرړې وایستل شي.

د ورځپاڼې په باور دا اندیښنه هم شته، چې له دې سره تشدد له هغه وروسته زیات شي، چې یو ځل ناټو خپل ځواکونه له افغانستانه وباسي.

ټایمز ورځپاڼه بیا لیکي، په داسې وخت کې چې ناټو د افغانستان جنوب او ختیځ ته توجه کوي شخړې د افغانستان شمال او لویدیځ لور ته پراخې شوې دي.

نشنل انټرسټ

د نشنل انټرسټ خپرونې په مقالې کې بیا په افغانستان کې د سیاسي قتلونو مساله داسې څیړل شوې ده، چې اغیز یې په جنوب کې پراخ دی.

دغه مقاله په افغانستان کې د امریکا پخواني سفیر زلمي خلیل زاد لیکلي ده او په یوې برخې کې یې لیکي، چې د دې قتلونو انګیزه نه ده معلومه او دا هم نه ده څرګنده چې د دې پیښو مجرمان څوک دي خو تل طالبانو مسوولیت منلی دی.

خلیل زاد وړاندې لیکي، طالبان ځکه چارواکي وژني چې په دې ډول د افغانستان په جنوب کې د قدرت خلا رامنځته کړي او همداراز دوی غواړي چې په افغان حکومت او نړیوالې ټولنې کې اعتماد په دې ډول له منځه یوسي.

سټراټفور کامنټري

د لویدیځ یوې بلې چاپي خپرونې ستراتفور کامنټري بیا د امریکا او روسیې تر منځ د اعتماد پیدا کیدو مساله څیړلې ده او لیکي چې د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی مارک ګروسمن د تیرې میاشتې په پای کې منځنۍ اسیا ته مخکې تر دې ولاړ چې پاکستان ته سفر وکړي.

د خپرونې په وینا د دې سفر هدف له روسیې سره د منځۍ اسیا له لارې د ناټو د اکمالاتو په برخه کې یوه توافق ته رسیدل و. د ستراتفور کامنټري په وینا که چیرته امریکا له روسیې سره داسې موافقه وکړي نو د پاکستان په وړاندې به یې دریځ په راتلونکې کې پیاوړی شي.

خو سره له دې چې په تیر یوه کال کې د افغانستان په برخه کې امریکا او روسیې همکارۍ زیاتې کړې دي اما دغه دواړه هیوادونه په دې اړه په نړیواله سطحه یو لړ موافقو ته اړتیا لري، څو روسیه امریکا ته اجازه ورکړي چې وسلې هم د دغه هیواد له لارې د افغانستان په لور انتقال کړي.

د ستراټفور کامنټري په باور امریکا د روسیې د عصري کولو په برخه کې ډیره پانګونه کړې او له دغه هیواد سره یې د افغانستان د ستونزو په برخه کې ډیر استخباراتي معلومات شریک کړې دي څو د منځنۍ اسیا په لور ترورزم خپور نه شي خو بل لور ته روسیه بیا په اروپا کې له امریکا غواړي چې د بالستیک توغندیو په برخه کې یو تړون ورسره وکړي، اما امریکا ښایي په دې برخې کې د افغانستان لور ته د اکمالاتو په بدل کې روسیې ته امتیاز ورنه کړي.
XS
SM
MD
LG