د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۳ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۶:۴۲

ولسمشر کرزی: هغه طالبان چې د هېواد اساسي قانون مني په پرانیستي غېږ یې هرکلی کوو


ښاغلي کرزي ټینګار وکړ، چې جنګ په وروستي ګام کې د افغانستان د بحران د حل لاره نه ده
ښاغلي کرزي ټینګار وکړ، چې جنګ په وروستي ګام کې د افغانستان د بحران د حل لاره نه ده
ولسمشر حامد کرزي په کابل کې د چین له دولتي ټلویزیون CCTV سره په مرکه کې وویل، هغه طالبان چې ریښې یې له بهر او بهرنیو استخباراتو سره تړلې نه وي او له تروریستي ډلو سره اړیکي ونه لري کولای شي، افغانستان ته خدمت وکړي.

ښاغلي کرزي ټینګار وکړ، چې جنګ په وروستي ګام کې د افغانستان د بحران د حل لاره نه ده:

″زه په دې بشپړ باور لرم، چې د تل لپاره د جنګ دوام د حل لاره نه ده او زه په دې خبره پوره باوري یم. هغه طالبان چې افغانان دي، له القاعده او تروریستي سازمانونو سره تړلي نه دي، باید رامخکې شي او د دوی لپاره په خپل هېواد کې ځای شته.″

افغان ولسمشر زیاته کړه، هغه طالب وسله وال چې نه غواړي، د خپل هېواد او خپلو خلکو پرضد جګړې ته دوام ورکړي، کولای شي په خپل هېواد کې واوسي او په بیارغونه کې یې ونډه واخلي.

ده وویل، که دا کسان د افغانستان اساسي قانون ومني، د ښځو د حقونو په برخه کې پرمختیاوو ته درناوی وکړي او سوله ییز ژوند ته مخه کړي، په پرانیستې غېږ به یې هرکلی وشي.

د افغانستان په ثبات کې د چین ونډه:

له چین سره د افغانستان د اړیکو په اړه ښاغلي کرزي په خپله مرکه کې وویل، افغانان، په خپل هېواد کې د سولې او ثبات د ټینګولو او د تروریزم په وړاندې د اغېزمنې مبارزې په برخه کې؛ د چین د پراخې ونډې غوښتونکي دي.

افغانستان هیله لري، چې په سیاسي، تجارتي، دفاعي او تعلیمي برخو او همداراز د سیمه ایزو او نړیوالو مسایلو په برخه کې له چین سره همکاري پیاوړې کړي.

کرزی

د ښاغلي کرزي په وینا، چین له افغانستان سره د مرستې لپاره نور پراخ امکانات هم لري او په دې برخه کې ده د اقتصاد، مواصلاتو، نل لیکو، سوداګرۍ، د کانونو د استخراج او د ټرانزیت د سکتورنو یادونه وکړه او زیاته یې کړه، چې افغانستان د چین د تجارت په مهمه لاره بدلېدای شي او کولای شي، چې له نورې نړۍ سره د دې هېواد تجارت وصل کړي. ده زیاته کړه:

″چین کولای شي زموږ یو ستر همکار وي. چین نه یوازې له ۲۰۱۴ کال وروسته بلکې همدا اوس کولای شي په افغانستان کې مهم رول ولوبوي.″

افغان ولسمشر حامد کرزي په تېره مارچ میاشت کې چین ته یو درې ورځنی سفر درلود، چې په ترڅ کې یې له دې هېواد سره د همکارۍ په برخو کې ځینې موافقه لیکونه هم بشپړ کړل.

ښاغلي کرزي هغه مهال د چین د پارلمان له مشر ″وو بان ګوو″ سره په کتنه کې وویل، افغانستان هیله لري، چې په سیاسي، تجارتي، دفاعي او تعلیمي برخو او همداراز د سیمه ایزو او نړیوالو مسایلو په برخه کې له چین سره همکاري پیاوړې کړي.

د چین د پارلمان مشر د ښاغلي کرزي د څرګندونو په ځواب کې ویلي وو، چې چین د افغانستان، خپلواکۍ، ملي حاکمیت او ارضي تمامیت ته درناوی کوي او د ملي ثبات د ټینګولو او اقتصادي ودې لپاره د افغان حکومت د هڅو ملاتړ کوي.
XS
SM
MD
LG