د متحد ایالاتو جمهور ریس بارک اوباما هغه قانون توشیح کړ، چې له مخې یې حکومت د پورنو معیار لوړوي. په دې توګه به په متحد ایالاتو کې د پور اخیستو د بحران مخنیوی وشي، چې په دې هېواد کې هیڅ سابقه نه لري.
جمهور ریس اوباما پرون تر هغه وروسته، چې د سنا په مجلس کې دا قانون تصویب شو، سمدستي یې لاسلیک کړ. تر لاسلیک دمخه جمهور ریس اوباما له خلکو مننه وکړه، چې په دې برخه کې یې د کانګرس پر غړو زور واچاوه.
″کانګرس اوس د تفاهم یو سند د بودیجې د کسر د کموالي په برخه کې تصویب کړ، څو د هغه کړکیچ مخه ونیول شي، چې کولی یې شول، چې د امریکا اقتصاد ته لویه ضربه ورسوي.
دا یو لوي او اوږد بحث و او زه غواړم، د امریکا له خلکو مننه وکړم، چې په خپلو ټاکلو استازو یې فشارونو ته دوام ورکړ څو سیاست یوې خوا ته پریږدي او د خپل هیواد د ښه والي لپاره فعالیت وکړي.
د امریکا سنا پرون دا قانون څلور اویا د ۲۶ په مقابل کې تصویب کړ. یوه ورځ مخکې تر دې د کانګرس استازو دا قانون په ۲۶۹ رایو تصدیق کړی و.
په کانګرس کې ډیموکراټانو له دې ډول صرفه جويي څخه چې په کې د لویو شرکتونو مالیه شامله نه وي، مخالفت کاوه او جمهوري غوښتونکي په مجموع کې د مالیې د لوړیدو مخالف وو.