د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۹ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۵:۳۲

د دودیزې لويې جرګې په اړه د افغان حکومت او ولسي جرګې ترمنځ شخړه


د سولې او جګړې د راپورونو د موسسې خپرونې د افغان ولسمشر او پارلمان تر منځ د راپورته شوې شخړې په اړه یوه مقاله خپره کړې چې په کې راغلي:

حامد کرزۍ یو ځل بیا د افغانستان له پارلمان سره په شخړه کې ښکیل شوی دی.

د خپرونې په وینا دا ځل د دواړو خواو تر منځ د اختلافاتو موضوع د لویې جرګې جوړیدل دي، چې له امریکا سره د افغانستان د راتلونکو اړیکو په اړه غور وبحث وکړي.

د دغو بحثونو هدف دا دی څو لویه جرګه له ۲۰۱۴ کال اخوا هم په افغانستان کې په قانوني شکل سره د امریکاي ځواکونو موجودیت تایید کړي.

د سولې او جګړې خپرونه وايي، په افغانستان کې د اوږدې مودې لپاره د نړیوالو ځواکونو موجودیت یوه لانجمنه مساله ده.

د افغانستان پارلمان وايي، په دې مساله بحث کول د دوی قانوني حق دی او د دې لپاره د لویې جرګې جوړیدو ته اړتیا نشته.

د پارلمان غړي حفیظ منصور دغې خپرونې ته ویلي، ولسمشر کرزۍ غواړي د اساسي قانون په مخالفت کې لویه جرګه جوړه کړي څو د خپلې خوښې اشخاص په کې وټاکي.

نوموړي ویلي، د ولسمشر دا ګام د اساسي قانون سره په ټکر کې دی.
د هغه په وینا دا سمه ده، چې لویه جرګه په اساسي قانون کې ذکر شوی خو حامد کرزی غواړي، د قانون خلاف د خپلې خوښې کسان راټول او هغې ته لویه جرګه ووايي.

دغه راز د پارلمان غړي شینکۍ کړو خیل د سولې او جګړې خپرونې ته ویلي، چې که د ولسي جرګې غوښتنې ونه منل شي، فکر نه کوي چې له امریکا سره د افغانستان د ستراتیژیکو همکاریو او نورو مسالو په اړه به د حل لاره وموندل شي.

کرسچین ساینس مونټور:
کرسچین ساینس مونټور ورځپاڼې له افغانستان څخه د نړیوالو ځواکونو د وتلو اود پاکستان په سرحدي سیمو کې د امینتي ګواښونو د زیاتیدو په اړه یو مطلب خپور کړی دی چې په دوام کې يې راځي:

شپږ میاشتې وروسته له هغې چې ناټو په کونړ ولایت کې خپل ځواکونه کم کړل، د افغانستان له خاورې د طالبانو یوشمېر بریدونو په ازمیښتي ډول د پاکستان د پوځ عملیات له ستونزو سره مخامخ کړي.

کرسچین ساینس مونټر لیکي، په باجوړ ایجنسۍ کې د پاکستان د پوځ د ۲۰۰۹ کال په عملیاتو کې دغه سیمه د وسله والو له وجود څخه پاکه شوه خو اوس دغلته وروستۍ حملې د سیمې امنیت او سوله ګواښوي.

د مطلب د لیکونکي په وینا کله چې نړیوال ځواکونه په ۲۰۱۴ کال کې له افغانستان څخه ووځي، نو د کتونکو په باور د افغانستان او پاکستان سرحدي سیمې به بیا د تاوتریخوالي په میدان بدلې شي.
XS
SM
MD
LG