د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۴۰

افغان کرکټ الف لوبډله د پاکستان په ملي سياليو کې ګډون کوي


د پاکستان کرکټ بورډ د افغانستان هغه غوښتنه ومنله، چې د دغه هېواد د کرکټ په شل اووريزو ملي سياليو کې د ګډون په موخه کړې وه.

د افغانستان کرکټ بورد د اجرائيوي رييس نسيم الله دانش په مشرۍ يو لوړ پوړى پلاوى څو مياشتې مخکې د پاکستان لاهور ښار ته د سفر پر مهال د پاکستان کرکټ بورډ چارواکيو سره د خبرو پر مهال يو شمېر غوښتنې کړې وې.

په دې غوښتنو کې د پاکستان په بېلا بېلو ملي سياليو کې د افغانستان لوبډلو ته د ګډون چانس، لوبغاړو او روزونکو ته روزنه ورکول هم شامل وو.

د پاکستان کرکټ بورډ د يوه رسمي مکتوب له لارې چې د افغانستان کرکټ بورډ ته يې لېږلى دى، داغوښتنه ومنله چې د افغانستان لوبډله به د دغه هېواد د کرکټ په شل اووريزو سياليو کې ګډون وکړي.

دغه سيالۍ ټاکل شوې ده، چې د روان زېږديز کال د ستمبر د مياشتې په ٢٥مه، پيل او د اکتوبر په دويمه نېټه پاى ته ورسېږي، په دې سياليو کې به د پاکستان د بېلابېلو کلپونو او ښارونو ١٣ لوبډلې او د افغانستان الف لوبډله برخه اخلي.

ټاکل شوې ده، چې په نږدې راتلونکي کې د دې سياليو لپاره د افغانستان الف لوبډله اعلان شي.

د افغانستان کرکټ بورډ اجرائيوي رييس د پاکستان کرکټ بورډ مننه وکړه، چې افغانستان ته يې په يادو سياليو کې د ګډون بلنه ورکړه او غوښتنه يې ومنله.

هغه زياتوي، چې پاکستان د کرکټ په لوبه کې ډېر پرمختګ کړى او تجربې لري او افغانستان غواړي چې د دوي له تجربو څخه ګټه پورته کړي.

نسيم الله دانش په دا ډول سياليو کې د افغان لوبډلې ګډون ګټه ور وباله او زياته يې کړه، چې دې سره د دوي تجربې زياتېږي چې ورسره به راتلونکو نړېوالو سياليو کې ګټه پورته کوي.
XS
SM
MD
LG