د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۵ غویی ۱۴۰۴ کابل ۱۰:۳۲

د ملګرو ملتو له تور لست څخه د يو شمېر طالبانو نومونه لرې شول


روسیه وايي، له تورلیسته د طالبانو د نومونو په لېرې کولو کې دې له احتیاطه کار واخیستل شي.
روسیه وايي، له تورلیسته د طالبانو د نومونو په لېرې کولو کې دې له احتیاطه کار واخیستل شي.
د ملګرو ملتو امنيت شورا د څوارلسو طالبانو نومونه له خپل تور لست څخه لرې کړل. دا کار د هغو هڅو يوه برخه ده چې د دولت مخالفان د سولې خبرو ته هڅوي.

روانه مياشت جرمني د امنيت شورا مهالنۍ مشرۍ کوي. په امنيت شورا کې د جرمني ډلې تير ماښام په يوې اعلاميې کې څرګنده کړه چې په هغو کسانو کې چې نومونه يې له تور لست څخه پاک شوې دي څلور تنه يې د افغانستان د سولې د عالي شورا د اويا کسيزې ډلې دي چې تير سپتمبر په دې نيت افغان حکومت تاسيس کړه چې د سولې لپاره لاره هواره کړي.

د امنيت شورا په اعلاميه کې ويل شوې دي چې د هغو کسانو نومونه يې له تور لسته پاک کړې دي چې افغان حکومت يې سپارښتنه کړې او ويلي يې دي چې دوي له شخړو لاس اخيستي دي. افغان چارواکي بيا وايي چې دوي هڅه کوي د شلو تنو نومان له تور لست څخه لرې شي.

د امنيت شورا يو شمير غړي په ځانګړې توګه روسيه له تور لسته د طالبانو د نومونو د لرې کيدو په برخه کې ټينګار کوي چې احتياط دې وشي.

له لیسته د ارسلا رحماني نوم لرې شو:

د سولې د عالي شورا د غړيو، ارسلا رحماني نوم لرې شوي دي چې دي د طالبانو په وخت د لوړو زده کړو د وزارت مرستيال و، په عربستان کې د طالبانو د وخت د ديپلومات حبيب الله فوزي نوم لرې شوي دي، د طالبانو د وخت د معدنونو د وزارت د مرستيال سعيدالرحمان حقاني نوم لرې شوي دي او د سولې د عالي شورا د بل غړي فقير محمد نوم د امنيت شورا له تور لست څخه لرې شوي دي.

د روان ميلادي کال تر پايه له طالبانو سره د سياسي خبرو امکان شته خو شرط يې دا دي چې ناټو د جګړې په ډګر کې خپلو پرمختګونو ته دوام ورکړي.

ګېټس

په ملګرو ملتو کې د جرمني سفير پيټر ويټيګ د امنيت شورا په بيان کې وايي، د يو شمير طالبانو د نومونو لرې کيدل له تور لسته د دې څرګندويي کوي چې امنيت شورا او نړيواله ټولنه د افغانستان د حکومت د سولې د هڅو ملاتړ کوي.


ويتنګ زياتوي، نړيواله ټولنه ټول افغانان هڅوي چې د سولې په دې هڅو کې چې افغانستان ته ثبات راولي برخه واخلي.

د څوارلس طالبانو نومونه د ملګرو ملتو له تور لسته يوه مياشت وروسته تر دې لرې شول چې امنيت شورا پريکړه وکړه چې د افغان طالبانو او القاعده شبکې د غړيو نومونه دې سره بيل شي، څو له دغو دواړو ډلو سره يوه ډول چلند و نه شي.

د جمعې تر ورځې د يو سل او اووه ديرشو طالبانو نومونه د امنيت شورا په تور لست کې شامل وو. د هغو کسانو نومونه چې په دې لست کې شته د هغوي پر سفرونو بنديز لګول شوي او شتمنۍ يې په نړۍ کې کنګل شوې دي.

د امريکا د دفاع پخواني وزير رابرټ ګيټس مخکې ويلي وو، چې د روان ميلادي کال تر پايه له طالبانو سره د سياسي خبرو امکان شته خو شرط يې دا دي چې ناټو د جګړې په ډګر کې خپلو پرمختګونو ته دوام ورکړي او پر مخالفو وسله والو فشار زيات کړي.

راپور: اجمل صدیق
XS
SM
MD
LG