د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۳۱ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۴:۳۳

په کراچۍ کې د ٥ کسانو مړي وموندل شول


د پاکستان پولیس وایي، نن سهار یي د کراچۍ ښار بهرد پنځو تنومړي چي په ګولیو ویشتل شوي، میندلې دي.

پولیس وایي، د سه شنبې په ورځ په فرقه یي او سیاسي شخړو کي لږ ترلږه ۷ کسان وژل شوي او په تېرو څو میاشتو کي نور په سلونو کسان هم په ورته پیښو کی وژل شوي وو.

په کراچۍ ښار کی د متحده قومي غورځنګ او عوامي نشنل ګوند تر منځ شخړې او جګړې کیږي

د بشري حقونو سېمه اېزې ډلې وایي ، د روان کال په شپږو میاشتو کي د کراچۍ په فرقه یي شخړو کي شاوخوا پنځه سوه کسان وژل شويدي.

له بلې خوا، هغه پاکستاني کمیسیون چي د امریکا د خاصو ځواکونو د می د دوهمې نیټې د حملې په اړه تحقیقات کوي، له حکومت څخه غوښتې چي د القاعده شبکې د مشر کورنۍ ته دي د کمیسیون له اجازې پرته له پاکستان څخه د وتلو اجازه نه ورکوي. د امریکایي ځواکونو پدي عملیاتو کی اسامه بن لادن وژل شوی و.

پاکستاني چارواکو پدي وروستیو کي دا سي ښودلې وه چي دوي چمتو دي د اسامه بن لادن یوه میرمن خپل پلرنې هیواد یمن ته واستوي.

تر اوسه نده معلومه چي د پاکستان استخباراتي اداره ( آي اس آی) به د تحقیقاتي کمیسیون غوښتنه چي د سه شنبې په ماښام یی صادره کړې، ومني او کنه.

د ابن لادن دري میرمنې او یو شمېر کوچنیان د می له دوهمې یعني په ابټ آباد کي د امریکایي ځواکونو له حملې راهیسي بندیان دي.
XS
SM
MD
LG