د کابل ښار په زړه یا وزیرمحمد اکبرخان سیمه کې د تیرې پنجشنې په ورځ د یوه افغان پانګه وال له وژل کیدو نه وروسته صرافان او پانګه وال وایي، که چېرې د دوی امنیت په جدي توګه ټینګ نه شي نوښایي چې خپلې پانګې له دې هیواد څخه بهر ولیږدوي.
دوی وایي، چې په تیرو څو کلونو کې پرافغان سوداګرو او پانګه والو مرګونې حملې شوي، تښتول شوي، ټپیان شوي او د هغوی شتمنۍ غلا شوي خو د امنیتي ځواکونو له خوا یې لازمه پوښتنه نه ده شوې.
افغان پانګه وال او د کابل د صرافانو ټولنې مشر حاجي امین جان خوستی همدې موضوع ته په اشاره وایي، چې په کابل او ولایتونو کې د امنیتی ستونزو او ګواښونو له امله یوشمیر پانګه وال له مخکې نه خپلې شتمنۍ له دې هیواد نه ایستلي او پاتې پانګه وال هم په دې فکر کې دي، چې خپلې پانګې له دې هیواد څخه بهر ولیږدوي:
″بهرني سوداګر په هېڅکله هم دلته پانګونې ونه کړي، زموږ ډېر سرمایه ګذاران بهر ته وتلي دي او د ټولو پانګوالو سرمایه له شکست سره مخامخ ده، که چېرته دا حالت ادمه ولري او که له پاتو پانګه اچوونکو سره هم دا تشویش پیدا شي، نو دوی به له دې ځي تېښتې ته مجبور شي.″
دا څرګندونې وروسته ترهغې کیږي، چې د تیرې پنجشنبې په ورځ د کابل ښار په ډپلوماتیکه سیمه وزیرمحمد اکبرخان مینه کې په رڼا ورځ د احمد شاه حکیمي په نوم یو افغان صراف د نا معلومو وسله والو له خوا په ډزو ووژل شو، دوه تنه نور ورسره ټپیان شول او څه باندې درې ملیونه ډالره یې وتښول شول.
له دې پیښې وروسته افغان صرافانو د اعتراض په توګه د شنبې په ورځ شهزاده مارکیټ او په ولایتونو کې د دې مارکیټ ټولې نمایندګۍ وتړلې او له امنیتي چارواکو نه یې وغوښتل، چې د دوی امنیت وساتي او کاري فضا ورته خوندي کړي.
خو د کورنیو چارو وزارت وایي، چې د سوداګرو اوپانګه والو د امنیت لپاره په تیرو کلونو کې هم ډیرې هڅې شوي او له دې وروسته به خپلو دې هلوځلوته لا زور ورکړی.
د کور نیوچارو وزارت ویاند صدیق صدیقي د یکشنبې په ورځ په دې اړه ازادي راډیوته وویل:
″په تېرو څو کلونو کې په افغانستان کې د پانګه اچوونې کچه فوق العاده لوړه وه. زه غواړم یو ځل بیا ټولو هېوادوالو او په ځانګړي توګه ملي سوداګرو ته ته اطمینان ورکړم، چې زموږ دنده د دوی د ځان او مال ساتنه ده او زموږ هڅې به جدي وي، چې وکړای شو، پانګه اچوونه او سوداګري لا تشویق کړو.″
خو پانګه وال وایي، چې په وروستیو څو کلونو کې په افغانستان کې د نا امنیو او پر سوداګرو او پانګه والو د حملو له امله له دې هیواد څخه ملیاردونه ډالره پانګه دوبۍ او نورو هیوادونو ته بېرته ایستل شوې او دا لړۍ اوس هم روانه ده.
د کابل د صرافانو ټولنې د راپور پراساس په تیرو لسو کلونو کې په کابل او ولایتونو کې یوازې پنځلس تنه صرافان د وسله والوغلو په حملو کې وژل شوي او کابو څلویښت تنه نور ټپیان شوي.
تیر کال آیسا یا له پانګې اچوونې څخه د ملاتړ ادارې هم د پانګه والو اوسوداګرو په وړاندې له پرتو خنډونو او امنیتي ستونزو څخه اندیښنه ښودلې وه او ویلي یې وو، چې پانګه اچوونه له مخکې کلونونه په دې هیواد کې کمه شوې ده.