د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۱۳

افغانستان او پاکستان په ګډه پوله کې د نشه يي توکو پرضد عملیات کوي


د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د نشه يي توکو پر ضد مبارزه کې د سیمي د هېوادونو تر منځ همږغي مهمه بولي.

د دې وزارت چارواکي وايي، په داسې حال کې چې په افغانستان کې تولید کیدونکي په سلو کې نوي فیصده نشه يي توکي بهرنیو هېوادونو ته ځي، نو د سیمي د هېوادونو له همکارۍ پرته به یې پرضد مبارزه ستونزمنه وي.

د کورنیو چارو وزارت د نشه یې توکو پر ضد د مبارزې مرستیال جنرال باز محمد احمدي وایي، دا مهال د سیمي او یو شمېر ګاونډیو هېوادونو سره د نشه یې توکو د له منځه وړلو لپاره د مبارزې په همغږۍ خبرې روانې دي.

ښاغلي احمدي د دوشنبې په ورځ په کابل کې د نشه یې توکو پر ضد د مبارزې له ولایتي مدیرانو سره تر غونډې وروسته خبریالانو ته وویل، چې په دې برخه کې له پاکستان سره هم د ګډو عملیاتو خبرې روانې دي:

“موږ د سیمې او ګاونډېو هېوادونو په ځانګړي ډول له ایران، پاکستان، روسیې او تاجکستان سره د نشه يي توکو پر ضد د مبارزې په برخه کې دوه اړخیزه او درې لیدني درلودې د معلوماتو او ګډو عملیاتو لپاره.

هڅه کوو، چې له پاکستان سره عملیات پلان کړو او پر پروګرامونو یي کار کوو په په جنوبي سرحدونو په ځانګړي ډول چمن کې.”

د کورنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې په وروستیو کې د افغانستان او ایران د نشه یې موادو په وړاندې د مبارزې د ځواکونو ترمنځ پنځه ګډ عملیات په هرات، نیمروز او فراه ولایتونو کې پر ګډه پوله شوي دي.

په عین حال کې د دې وزارت د نشه يي توکو پر ضد د مبارزې مرستیال ښاغلی احمدي، د ځواکونو او وسایلو لږوالی په افغانستان کې د نشه يي توکو پر ضد مبارزه کې اساسي ستونزه بولي، خو نوموړی وايي، چې سږ کال د دې ستونزې د حل لپاره ځینې پروګرامونه په پام کې دي:

“سږ کال د افغانستان د نشه يي توکو پر ضد د مبارزې د پولیسو د رهبرۍ لوی هدف او ستراتیژي دا ده، چې ولایتونو او د ولایتونو پیاوړتیاوو ته پام وکړو، همدارنګه پر سرحدونو او ګمرکونو باندي، چې په افغانستان کې د قاچاق لارې پام وکړو او همدارنګه د ولایتونو او زونونو د مدیرانو د تجربو او لاسته راوړنو شریکول دي.”

د ښاغلي احمدي په خبره چې په تیره میاشت کې د نشه يي توکو پر ضد د مبارزې پولیسو280 کیلو ګرامه هیروین 6500 کیلو ګرامه تریاک او له پنځو زرو کیلو ګرامو څخه ډیر چرس نیولي دي.

دی وايي، د دغو نشه یې توکو د قاچاق په تړاو سل مشکوک کسان نیول شوي او په دغو عملیاتو کې له قاچاق وړونکو سره په نښتو کې یوولسو پولیسو ته هم مرګ ژوبله اوښتې.

معصوم میوند- کابل
XS
SM
MD
LG