د نړۍ د نورو هیوادونو د خلکو په څیر افغانان هم د مور نړیواله ورځ په بیلابیلو مراسمو او په انفرادي ډول لمانځي.
دغه ورځ څوک د ګلانو، څوک د ټيکړي، څوک د جامو، څوک د عطرو او څوک د یوه او بل شي مور ته په ډالۍ کولو سره لمانځي.
ځینې داسې کسان هم لیدلې کیږي، له ناوړه اقتصادي حالت سره مخامخ دي او شاقه کارونه کوي، خو بیا هم غواړي خپلې مور ته په دې ورځ هرو مرو یوه ډالۍ ورکړي.
په دې اړه دوه تنه تنکي ځوانان وايي:
″زما نوم ظاهر دی او د اووم ټولګي زده کوونکی یم. دلته جوس خرڅوم، نن غواړم ښه کار وکړم او خپلې مور ته یوه ډالۍ واخلم.
نوم مې نصیب الله دی، رېړۍ چلوم، د مور ورځ خپلې مور او ټولو میندو ته مبارک وایم.″
بل خوا داسې ځوانان هم شته، چې ترخپلې وسې خپله مور لا ډېره نازوي او ورځ يې په مراسمو لمانځي.
دوی وايي، چې دوی غواړي په دې ډول خپلې مور ته خپله مینه څرګنده کړي.
″۱ - د مور نړېواله ورځ باید ته ولمانځل شي، موږ نه شو کولای چې هغې ته یوه ورځ ځانګړې کړې کړو، خو بیا هم یوه ورځ ورته ټاکل شوې ده او داسې نه شي چې یوازې په همدې ورځ خپله مور یاده کړو.
۲- نه شو کولای چې د مور حق ادا کړو، خو بیا هم غواړو چې د یوې وړې ډالۍ په ورکولو سره ورځ ورته مبارکي ووایو.″
په افغاني ټولنه کې، چې تر ډیره ورته مذهبي ټولنه هم ویل کیږي، په عام ډول میندو ته زیات درنښت کیږي او په هر کار کې د دوی رضا اخستلای کیږي.
خو ځینې محدودې میندې هم لیدل کیږي، چې د دوی په وړاندې د خپلو اولادونو له چلند څخه ناخوښې دي.
په داسې حال کې، چې د غبرګولي د میاشتې څلورویشتمه نیټه وه او زیاتره خلک د مور د ورځې په جشن کې بوخت وو، داسې میندې مې هم ولیدلې، چې د ځان په وړاندې یې د ناوړه چلند یادونه کوله.
″۱ - د مور او پلار قدر نه شته، ځکه هلته بې سوادي ډېره ده، که سواد لري بیا د خپل مور او پلار قدر کوي.
۲- له ما سره هم ښه چلند نه کوي، ځکه ټولنه هم پر دوی ډېر تاثیر لري.
۳ – زه اووه لورګانې او یو زوی لرم، له دوی څخه ډېر راضي یم، ما ته ډېر احترام لري او د مور په ورځ یې ته زه یاده کړې یم او پرته له دې هم ما ته ډېر احترام کوي.″
دا میندې دا ګیله په داسې حال کې کوي، چې د اسلام سپیڅلي دین مور ته ډیر لوړ مقام ورکړې او پاک څښتن یو مسلمان ته خپل تر ټولو با ارزښته ډالۍ جنت د هغې په پښو کې ښودلې.
په معاصره دوره کې د مور د ورځې د لمانځلو ريښه له ۱۹۱۴ میلادي کال څخه ده، چې په دغه کال د امریکا ولسمشر په رسمي ډول د یکشنبې ورځ مورته ځانګړې کړه.
چې ورو ورو يې لمن ټولې نړی ته وغځول شوه، چې اوس مهال په ټوله نړۍ کې دغه ورځ په بېلابېلو مراسمو لمانځل کیږي.
راپور: ماریا صديقي