د نشه یي توکو خلاف د مبارزې وزارت داسې مهال په کابل ښارکې په نشه یي توکو د روږدو کسانو درملنې کمپاین پیل کړی، چې د ترلاسه شوېو معلوماتو له مخې د روږدو کسانو په شمېر کې ورځ تربلې زیاتوالی راځي.
د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې وزارت چارواکي وایي، له تیر کال راهیسي دا دوهم ځل دی چې دوي د دې کسانو د درملنې لپاره اقدام کوي، خو د هغوي په وینا زیاتره روږدي کسان نه غواړي، چې دا عمل پریږدي.
د دې وزارت د مطبوعاتو مسول، انجینیر ذبیح الله ازادۍ راډیو ته وویل، چې دوي غواړي په دې کمپاین کې هغه کسان د درملنې لپاره معرفي کړي، چې په خپله خوښه د دې عمل پریښودل غواړي.
ښاغلي ذبیح الله وایي، د دې کسانو درملنه وړیا ده او په پنځه څلویښتو ورځو کې بشپړیږي:
(په دې پروګرام کې ۵۰روږدي راټولیږي د درملنې لپاره او یوه میاشت وروسته موږ داسې پروګرام لرو چې په ۴زونونو کې ۵۰بستریز سنټرونه جوړ کړو چې ټولټال ۲۰۰ بستره کیږي چې هلته به د روږدو کسانو درملنه وشي.)
اوس مهال په کابل ښار کې د نشه یي توکو د روږدو کسانو د درملنې لپاره اوه مرکزونه موجود دي، چې څلور یي د نارینه وو او پاتې نور د ښځو او ماشومانو درملنه کوي.
د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې وزارت وایي، چې اوس مهال په ټول افغانستان کې د نشه یي توکو د روږدو کسانو په سلو کې یو د درملنې وړتیا لري خو غواړي په راتلونکو پنځو کلونو کې دا څلویښت فیصدو ته لوړه کړي.
یو شمېر روږدي کسان چې په ډیر بد حالت کې وو غوښتل یي، له دې عمل څخه خلاصون ومومي، دوي د خپل روږد والي اساسي علت ګاونډېو هېوادونو په ځانګړي توګه ایران او پاکستان ته تګ وښود.
د رسمي شمېر له مخې دمګړی په افغانستان کې یو میلیون کسان په بېلابېل ډول نشه یي توکو روږدي دي.
د کور په نوم د یوې موسېسې مرستیال ډاکټر محمد یاسین وایي، چې دوي هم د نشه یي توکو د روږدو کسانو درملنه کوي، خو هغه اندیښه وښوده، چې اتیا په سلو کې تداوي شوي کسان بیرته دغه عمل ته مخه کوي.
نوموړي د دې کار لامل د جوړو شوېو کسانو لپاره د کار نشتوالی او د هغه پر وړاندې د کورنیو بې غوري وښوده.
نوموړی وایي، هر هغه کس، چې د روږدوالي څخه ژغورل کیږي باید تر دوه کلونو پورې د هغه کس سمه ساتنه او پالنه وشي.
په افغانستان کې نه یواځې نارینه بلکې ښځې او ماشومان هم په بېلابېلو نشه یي توکو روږدي شوي ، خو د دې کسانو لپاره د درملنې پروګرامه ډیر ټکنې دي او نه شي کولای، چې په وخت د روږدو کسانو درملنه وکړي او په ټولنه کې د دې عمل د پراختیا مخه ونیسي.
راپور: ذکیه غیاثي،کابل