د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۸ غویی ۱۴۰۴ کابل ۱۰:۰۸

د اروپايي ټولنې د کرنې وزيرانو عاجله غونډه وکړه


په اروپا کې خلک په احتياط سره ترکاري او مېوه رانيسي
په اروپا کې خلک په احتياط سره ترکاري او مېوه رانيسي
د اروپايي اتحاديې د کرنې وزيرانو نن په لوکزامبورک کې بیړنۍ یا عاجله غونډه وکړه او په هغې کې يې په مېوو او ترکاریو کې د وژونکې باکتریا ای کولای د تاثیر په اړه بحثونه وکړل.

د دې باکتریا له امله لږ تر لږه دوه ویشت تنه تر اوسه په اروپا کې مړه شوي چې ډېر یې په جرمني کې وو.

چارواکي وایي په دې غونډه کې د سبزیو هغو تولیدوونکو ته چې محصولات یې په ناروغي د اخته کېدو له وېرې نه دي خرڅ شوي پر مالی مرستې خبرې وشي .

په اروپا کې د دې ناروغي رامنځته کېدل دې سبب شو چې روسیې ته له اروپايي اتحادیې څخه د ترکاریو پر وارداتو بندیز ولګېږي.

دا په داسی حال کې ده چې نور هېوادونه لکه هسپانیا، هالېنډ، جرمني او بلجیم د صادراتو د کمېدو له امله له ډېر مالي زیان ليدلى دى.
هسپانوي کار پوهان وايي له کله چې جرمني مقاماتو په غلطه دا وویل چې د ناروغۍ اصلی منبع یې په محصولاتو کې ده، نو دې هېواد ته دوه سوه مليونه يورو زیان اوښتى دى.

تر هغه وروسته له هغې چې د جرمني په شمال کې د کوم مشکوک بوټي معاینه وشوه اوس جرمني چارواکي وايي تر اوسه د ناروغۍ منبع نه ده څرګنده.
XS
SM
MD
LG