د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۹ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۷:۰۷

د فرانسې د بهرنيو چارو وزير: اسد خپل مشروعيت له لاسه ورکړى


الين ژوپي
الين ژوپي
د فرانسي د بهرنیو چارو وزیر الین ژوپه وايي د سوريې ولسمشر بشارالاسد په سوريه کې د مظاهره کوونکو پر ضد د سخت چلند له امله پر دې هیواد باندې د حاکمیت لپاره خپل مشروعیت له لاسه ورکړى دى.

ژوپه دا خبرې وروسته تر هغې وکړې چې د سوريې دولتي ټلويزيون وویل چې د حکومت له مخالفینو سره په جګړه کې ۱۲۰ امنيتي ځواکونه وژل شوي دي.

ژوپه په واشنګټن کې د خبرو په مهال وویل:

فرانسه دېته تیاره ده چې د ملګرو ملتونو له امنیت شورا څخه وغواړي څو د هغه پرېکړه لیک مسودې ته رايه وکړي چې په کې د بشارالاسد رژیم د سوله يیزو مظاهره کوونکو په شکنجې او وژلو محکوم کېږي.

ژوپه دا هم تایید کړه چې دې ډول مسودې ته به د روسیې له خوا هم رايه ورکړل شي.

روسیه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له هغو دایمي غړو څخه ده چې د مې په میاشت کې یې د امنیت په شورا کې د اروپا په مشرۍ سوریې ته د سزا ورکولو مخالفت کاوه.
XS
SM
MD
LG