له قبائلي سیمې جنوبي وزیرستانه ترلاسه شوي راپورونه وايي، چې د سخت دريځو وسله والو پر یوه پناه ځای او یوه مدرسه باندې د مشکوکو بې پيلوټه امریکايي الوتکو په تازه بریدونو کې د بهرنیو وسله والو په ګډون دولس تنه وژل شوي.
دولتي سرچینې وايي، دا بریدونه بیګاه تر نیمې شپې وروسته شوي.
په سیمه کې یوه دولتي مقام د خپل نوم نه ښودلو په شرط وویل، چې دغو الوتکو د شپې پر څه باندې دوو بجو د جنوبي وزیرستان د مرکز واڼه لویديځ لور ته په وچه دانه نومې سیمه کې پر یوه مدرسه او د سخت دريځو وسله والو پر یوه مرکز څلور توغندي وتوغول، چې د وروستیو راپورونو له مخې دولس تنه په کې وژل شوي.
دولتي سرچینو تائید کړې، چې وژل شوي کسان د دولت وسله وال مخالفین ول خو په وینا یې د هويت په اړه یې لا مالومات نه لري.
بل خوا په واڼه کې یوې ځايي سرچینې ازادۍ راډيو ته وویل، په وژل شوېو کې پېنځه یې عربان او اووه تنه نور یې پنجابي وسله وال دي چې په وینا یې په سیمه کې ګڼ شمېر ورته مرکزونه لري.
دغه سرچینه چې نه یې غوښتل نوم او غږ یې خپور شي وویل، چې بې پيلوټه الوتکو لومړی په وچه دانه نومې کلي کې د روزي خان په نوم د یوه ځايي اوسیدونکي پر کور درې توغندي وتوغول چې په ترڅ کې یې اووه تنه پنجابي وسله وال جنګيالي ووژل شول.
سرچینه زیاتوي، چې له دې برید وروسته بې پيلوټه الوتکو په یاده سیمه کې پر یوه مدرسه ورته برید وکړ، چې د وروستیو راپورونو له مخې پينځه تنه عرب جنګيالي په کې ووژل شول.
د سرچینې د مالوماتو له مخې که څه هم څو کاله وړاندې په جنوبي وزیرستان کې د پاکستاني پوځ تر عملیاتو وروسته د عربو او پنجابیانو په ګډون ډیری وسله وال شمالي وزیرستان ته ولیږدیدل خو په دې وروستیو کې اوریدل کیږي چې دغو ډلو یوارې جنوبي وزیرستان ته مخه کړې او په لرې پرتو سیمو کې ځای پر ځای شوي.
که څه هم دولتي سرچینو تر دې مهاله یواځې د دولسو تنو د وژنې خبر تائید کړی خو نا تائید شوي راپورونه په دې حملو کې د نامالوم شمېر وسله والو د ټپي کیدو ادعا هم کوي.
په روانه اونۍ کې پر جنوبي وزیرستان دا د بې پيلوټه الوتکو درېيم برید دی چې ترسره کیږي.
په تیره حمله کې چې د شنبې په ورځ شوې وه له القاعده سره د تړلې پاکستانۍ ډلې حرکت الجهاد اسلامي د مشر الیاس کشميري د وژل کیدو ادعا هم شوې.
نوموړی چې امريکا ته د ډیرو مطلوبو کسانو په لیست کې شامل دی تر ایمن الظواهري وروسته د وسله والو ډلو مهم مشر ګڼل کیږي.
که څه هم د ابو حنظله په نوم یوه نامالوم کس چې ځان د دې ډلې ویاند بولي ځینې پاکستاني رسنیو ته په یوه استولي ليک کې د الیاس کشميري وژنه تائید کړې، خو د اړوندو چارو څارونکي لا هم د دې خبر له تائیدولو څخه ډډه کوي.
پر جنوبي وزیرستان په داسې حال کې د بې پيلوټه الوتکو بریدونه ګړندي شوي چې پاکستان ادعا کوي دا سیمه یې لا څو کاله وړاندې له طالبانو څخه پاکه کړې.
مجيب الرحمان انګار،پيښور