د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۳۱ وری ۱۴۰۴ کابل ۱۱:۱۵

په جنوبي وزيرستان کې پنجابي وسلوال ووژل شول


په جنوبي وزیرستان کې دولتي مقاماتو د مشکوکو بې پيلوټه امريکايي الوتکو په تازه برید کې د پينځو تنو د وژل کیدو او یو شمیر نورو د ټپي کیدو خبر ورکړ.

په سیمه کې یوه دولتي مسوول چې نه یې غوښتل نوم او غږ یې خپور شي وویل دغو الوتکو بیګا ناوخته د جنوبي وزیرستان مرکز واڼه جنوب لور په شاوخوا لس کلومترۍ کې په غوايشه نومي سیمه کې پر یوه کور برید وکړ او درې توغندي یې پرې وتوغول.

دغه مقام په یاد برید کې د پينځو تنو د وژل کیدو او نامالوم شمير نورو د ټپي کیدو تائید کړ خو د وژل شویو د هويت په اړه یې بې خبري وښوده.

په عین حال کې یوې باخبره سرچینې وژل شوي کسان د تحريک طالبان پاکستان پنجابي وسله وال بللي.

دغې سرچینې د خپل نوم نه ښودلو په شرط وویل چې په نخښه شوی کور د حلیم الله محسود په نوم دیوه ځايي طالب قوماندان سیمه ييز مرکز و چې په وینا یې د برید پر محال پر ځايي جنګیالیو سربیره یوشمیر پنجابي طالبان هم پکې دیره ول.

سرچینه زیاتوي که څه هم تر اوسه کره مالومات په لاس کې نشته خو طالبانو ته نژدې کړۍ وايي چې وژل شوي ټول پنجابي طالبان دي خو د ټپيانو د هوئیت په اړه لا پوره مالومات ندي تر لاسه شوي.

وژل شوي ټول پنجابي طالبان دي خو د ټپيانو د هوئیت په اړه لا پوره مالومات ندي تر لاسه شوي.
سرچينې

د غوايشې په اړه ویل کیږي چې دا هغه سیمه ده چې په دوه زره لومړي کال کې د امريکا پر دوو سوداګريزو مرکزونو تر بریدونو وروسته په لومړي ځل پکې د القاعده،طالب جنګيالیو او پاکستاني پوځ ترمنځ وسله واله نښته شوې وه.
دا د القاعده شبکې د مشر اسامه بن لادن له وژل کېدو وروسته نهمه حمله ده چې پر وزیرستانونو کیږي.

په دې وروستیو کې پر جنوبي وزیرستان د بې پيلوټه الوتکو حملې په داسې حال کې ګړندۍ شوي چې پاکستان لا شاوخوا دوه کاله وړاندې په دې سیمه کې تر پوځي عملیاتو وروسته د طالبانو د بشپړې خاتمې خبر ورکړ.

پر وزیرستانونو د بې پيلوټه الوتکو بریدونو په داسې حال کې زور اخیستی چې د پاکستان پارلمان له امریکا نه ددې لړۍ د بندولو غوښتنه کړې.

بلخوا ویل کیږي چې اسلام اباد ته نژدې د اسامه بن لادن تر وژنې وروسته پر دې هیواد د امريکا فشارونه زیات شوي او په کلکه یې ترې په شمالي وزیرستان کې چې پر پاکستاني طالبانو او القاعده جنګيالیو سربیره د حقاني شبکې مهم مرکز ګڼل کیږي د پریکنده پوځي عملیاتو غوښتنه تکرار کړې.

د لويديځو رسنیو او په افغانستان کې میشتو ناټو ځواکونو د راپورونو له مخې یادې ډلې په شمالي وزیرستان کې ستر پوځي مرکزونه لري او له دې ځایه په افغانستان کې پر افغان او بهرنیو ځواکونو بریدونه تنظیموي.

مجيب الرحمان انګار،پيښور

په دې باب تازه جزئيات
XS
SM
MD
LG