واشنګتن پوسټ ورځپاڼه په خپلې تازه ګڼه کې د تښتیدونکو طالبانو د استخدام مساله څیړي او په یوې برخه کې یې لیکي، افغان حکومت د هغو طالبانو د جلب او جذب په برخه کې چې تښتیدلې دي ورو حرکت کوي.
ورځپاڼه بیا د ځینو امریکايي او افغان چارواکو په وینا څرګندوي، چې له دغه ورو حرکت سره کیدای شي هغه پرمختګ له لاسه ورکړو، چې د اسامه بن لادن تر وژلو وروسته او په پوځي ډګر کې له پرمختیاو وروسته ترلاسه شوی دی.
د ورځپاڼې په وینا د طالبانو له لیکو په ځانګړې ډول د هغوی د جګړې د خلکو او قوماندانانو لپاره د تېښتې تر بل هر وخت نن سبا ښه وخت دی.
خو هغوی ته د کار پیدا کولو، د هغوی د امنیت ساتلو یا نورو ټولنیز خدماتو په برابرولو کې د حکومت ضعف د دې مخه ډب کړې ده، چې ډیر طالبان له جګړې لاس واخلي.
واشنګتن پوسټ بیا د کندهار مثال ورکوي، چې هلته د پخوا برعکس حکومت له طالبانو غواړي، چې د تسلمیدو مساله وځنډوئ.
ورځپاڼه وړاندې لیکي، د کابل حکومت دا مني چې په دې برخه کې سست روان دی او د جلب او جذب کارونه ورو دي.
د ورځپاڼې په وینا د امریکا پوځي او دیپلوماتیک چارواکي اندیښمن دي، چې د جلب او جذب لپاره د پروګرام نشتوالی به د امریکا د ولسمشر هغه هڅې ټکنۍ کړي، چې په افغانستان کې یې د ملي پخلاینې په برخه کې هیله کوي.
نشنل انټرسټ خپرونې په خپلې تازه ګڼې کې بیا تر دې سرلیک لاندې لیکنه خپره کړې ده چې د ترورزم پر ضد ښه مبارزه ارزانه ده او د هغه پرضد ګرانه مبارزه ښه نه ده.
تر دې عنوان لاندې لولو، له بې پیلوټه الوتکو چې رادار یې نه شي کشفولی او جګې الوتنې کوي، سي. ای. اې په ایبټ اباد کې د اسامه تر وژلو څو ساعته مخکې کار واخیست بیا له دغو الوتکو د مې په دوهمه د عملیاتو پر وخت دا استفاده وشوه، چې د سپوږمکۍ له لارې په مستقیم ډول دا بهیر تر امریکا ورسوي او هلته یې ولسمشر اوباما وویني.
د نشنل انټرست خپرونې په وینا دا هغه بریالیتوب دی، چې امریکا د لسګونو زره پوځیانو له استولو او له ډیرو لګښتونو سره سره نه و ترلاسه کړی.
د خپرونې په وینا که چیرته له ترورزم سره مبارزه ښه پلان شي کیدای شي چې هغه په لږ لګښت وشي او وړې پوځي ډلې یې وکړي او امریکایي پوځیانو ته شرایط سم شي چې بیرته خپل هیواد ته ستانه شي، تلفات لږ شي، اقتصادي فشار هم کم او هدف هم ترلاسه شي.