د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۹ وری ۱۴۰۴ کابل ۱۱:۴۷

ایساف:د سولې له بهیر سره زموږ ملاتړ ښې پایلې لرلي دي


د ایساف ځواکونو ویاندي وایټ کروس
د ایساف ځواکونو ویاندي وایټ کروس
په افغانستان کې نړېوال ځواکونه په دې نظر دي، چې د سولې او پخلاینې له بهیر څخه د دوي ملاتړ ښه نتیجه ورکړې ده او سلګونه مخالفین له دولت سره یو ځای شوي دي.

افغان حکومت په دې وروستیو کې د وسله والو مخالفینو سره د روغې جوړې په هدف د سولې عالي شورا جوړه کړې، چې له پیله تر اوسه یې سلګونه کسان سولې ته رابللي.

د ایساف ځواکونو ویاندي وایټ کروس د دوشنبې په ورځ په کابل کې وویل، چې د سولې له روان بهیر څخه د دوي ملاتړ خورا ښې اغېزې لرلي دي.

د دې په خبره چې نژدې 1200 وسله واله مخالفین د سولې له بهیر سره یو ځای شوي او له سلګونو نورو سره هم خبرې روانې دي:

“ نن ورځ نژدې 1200 پخواني وسله واله مخالفین د سولې له پروګرام سره یو ځای شوي او ژمنه یې کړې، چې نور به تاوتریخوالي پرېږدي او په سوله کې به ژوند کوي.

همدارنګه 2000 نور وسله وال مخالفین د سولې په خبرو کې دي، چې د سولې له بهیر سره یو ځای شي.”

د وایټ کروس په خبره، چې په تیرو دریو میاشتو کې ایساف ځواکونو په افغانستان کې تر 1400 ډیر پوځي عملیات کړي، چې په دغو عملیاتو کې تر 500 ډیر د وسله والو مشران نیول شوي او یا هم وژل شوي دي.

همدا رنګه دې وویل، چې د دغو عملیاتو پر وخت شا او خوا 2700 وسله واله مخالفین نیول شوي، د ناټو د ملکي استازي ویاند کرسټوفر چمبرز بیا روانې هلې ځلې د امنیتي مسؤلیتونو د انتقال د بهیر لپاره خورا مهمې وبللې او ویي ویل، چې دا بهیر له پلان سره سم پر مخ روان دې:

“د امنیتي مسؤلیتونو د انتقال د بهیر په برخه کې موږ یو نوي پړاو ته ننوتلي یو او هر څه له پلان سره سم پر مخ روان دي.

موږ به له خپلو افغان همکارانو سره دا بهیر تر ۲۰۱۴ میلادي کال پورې بشپړ کړو.”

د ناټو د دې چارواکي په خبره چې د القاعده د مشر اسامه بن لادن په وژل کېدو سره به په افغانستان کې د دې تړون ستراتیژي بدلون ونه کړي او دوي به افغانستان پرې نږدي، چې بیا د ترهګرو په ځاله بدل شي.

په افغانستان کې نړېوال ځواکونه په داسې وخت کې دا خبرې کوي، چې په وروستیو څو میاشتو کې د افغانستان بېلابېل ولایتونه د نا ارامیو او تاوتریخوالي شاهدان دي.

د شنبې په ورځ پر کندهار ښار وسله والو طالبانو حملې پیل کړې، چې نژدې دوې ورځې یې دوام وکړ.

د سیاسي او پوځي چارو کتونکي په دې باور دي، چې افغان او نړېوال ځواکونه یو له بل سره پوره همږغي نه لري، افغان ځواکونه په ښه ډول نه دي روزل شوي او وسله واله مخالفین له دغو تشو څخه ګټه اخلي.

معصوم میوند- کابل
XS
SM
MD
LG