په افغانستان کې د سره صلیب نړېواله اداره واېې، چې که څه هم د پخوا په پرتله د افغانستان په ځینو زندانونو کې پرمختګ راغلی خو په دغو زندانونو کې بیا هم یو شمېر ستونزې موجودې دی.
په کابل کې د سره صلیب نړېوالی ادارې مشر ریتو ستوکر په ځانګړي ډول په زندانونو کې ډیرې ګڼې ګوڼې او خراب چاپیریال ته اشاره وکړه،دې وړاندې وایي:
(ما په افغانستان کې په نویمو کلونو کې هم کار کړی دی، په هغه وخت کې د زندانونو وضیعت ډیر له ستونزو ډک وو. په اوس وخت کې زندانونه له سره سم رغول شوی.
شاوخوا پنځه کاله وړاندې، په افغان زندانونو کې د زندانیانو شمېر پنځه زرو ته رسیده چې اوس دغه شمېره نولس زره ده او په خواشینې سره چې د زندانونو ادارې په دې نه دې توانیدلی چې دغه ګڼه ګوڼه سمه اداره کړي.)
د سره صلیب د ادارې مشر چې په افغانستان کې په نویمو کلونو کې هم کار کړی دی، وایي چې د هغه وخت په نسبت اوس د زندانونه وضعه مخ په ښه کېدو ده.
ښاغلی ستوکر چې د یکشنبې په ورځ یی د سره صلیب او سرې میاشتې ادارو د نړېوالی ورځې په مناسبت خبرې کولې ازادۍ راډیو ته په یو ځانګړي مرکه کې وویل چې دا اداره په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو د زندانونو په ګډون ټولو زندانونو ته لاس رسې خو په دې برخه کې ټولې اندیښنې او سپارښتنې اړوندو چارواکو سره شریکوی.
د سره صلیب ادارې په دې وروستیو کې د یو شمېر هغو زندانونو د زندانیانو او کورنیو تر منځ اړیکې ټینګې کړي چې له ډیرو سختو شرایطو لاندې دی او په اسانۍ نه شي کولای زندانیان له خپلو کورنیو سره خبرې وکړې او وګوري.
په افغانستان کې د بشري حقوقو یو شمېر نورې ادارې هم دا اندیښنه لري، چې د زندانیانو خونې ډیرې وړې او یا هم له ټاکلي حده ډیر زندانیان ساتل کیږي.
رپورټ: مخفي عزیزی، کابل