د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۹ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۵:۱۰

په ایبټ کې له لویدلې امریکا يي الوتکې چین ګټه اخیستلی شي؟


د امریکا د ځانګړو ځواکونو یوه ځانګړې الوتکه په هغو عملیاتو کې ولویده چې د د پاکستان په ایبټ اباد کې یې د اسامه بن لادن پر کور ترسره کړل.

که څه هم دا نسکوره شوې الوتکه د امریکا ځانګړو ځواکونو د ستنیدو پرمهال ویجاړه کړه. خو بیا هم داسې انديښنې شته چې ممکن چین د پاکستان له لارې د دې الوتکې پاتې شونو ته لاس رسی ومومي.

جینز ډیفینس اونیزه وايي، د اسامه بن لادن پر کور عملیاتو کې هلته لویدلې الوتکه د امریکا د ځانګړو ځواکونو د بلاک هاواک د الوتکیو یو ځانګړی ډول و، چې امریکايي ځواکونو تر یرغل ورسته ویجاړه کړه، خو ماتې ګوډې یې په ایبټ اباد کې د اسامه د کور څیرمه پاتې شوې.

اونیزه په واشینګټن کې د امریکا د دفاع د وزارت د یو لوړپوړي چارواکي له خولې دا انديښنه په ډاګه کړې، چې وايي کیدای شي پاکستان د الوتکې ماتې ګوډو ته د چین د لاس رسي اجازه ورکړي.

باور دی چې چین له مودو راهېسې د امریکا پر مختللې پوځي ټیکنالوژۍ نه د ځان خبرولو په لټه دی او اوس چې د امریکا او پاکستان اړیکې پر اسامه بن لادن د امریکا له یرغل وروسته ترینګلې شوي، دا هیواد په سیمه کې د اسلام اباد لپاره ستراتیژیک ارزښت لري.

اونیزه وايي، د ۱۹۸۹ کال را ورسته چې لویدیځ پر چین د وسلو بندیز لګولی، د دې هیواد عصري پوځ د بهرنۍ پوځي ټیکنالوژي په خپلولو، رانیولو او لټولو کې ډیره لوالیتا لري.

د اونیزې په وینا که څه هم چین د روسیې څخه د پوځي ټینکنالوژۍ ځینې نمونې اخیستي خو د امریکا د ټیکنالوژۍ نه د ځان خبرولو لپاره هم ډیرې هڅې کوي.

ویل کېږي چې په ۱۹۹۰ کلونو کې چین امریکا د هغو توما هواک کروز چاودیدلو او نا چاودو توغندیو ټوټې هم ډیر زر تر لاسه کړې چې امریکا پر عراق، افغانستان، سوډان او سربیا توغولي وو.

باور دی چې دې ټوټو له چین سره مرسته وکړه، چې د اوږده واټن ویشتونکې دوه ډوله مځکني او سمندري کروز توغندي جوړ کړي.

د اونیزې په وینا اوس د اسامه بن لادن ضد عملیاتو کې هلته د لویدلې بلاک هاواک د دې ځانګړې الوتکې له پاتې شونو هم چین او پاکستان د خپلو پوځي ټیکنالوژۍ د پراخیتا لپاره ډیره څه ترلاسه کولی شي.

اونیزه وايي، پاکستان تر دې مخکې هم ورته کارونه کړي، کله چې پاکستان په ۱۹۹۰ کلونو کې اتومې ازموینې وکړې او امریکا پرې د ایف ۱۶ الوتکو خرڅلاو بند کړ نو پاکستان د دې ځواب امریکا ته داسې ورکړ، چې چینایانو ته یې اجازه ورکړه څو د ایف ۱۶ ډوله هغه الوتکې چې لا د مخه یې له امریکا تر لاسه کړې وي وګوري.

ویل کېږي له دې ورسته چین د چیینګډو جي – لس الوتکې جوړې کړې، چې د ایف شپاړل امریکا يي الوتکو ډ ټیکنالوژۍ پر بنسټ دي او ټاکل شوې چې پر پاکستان یې وپلوري.
XS
SM
MD
LG