د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۷ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۸:۴۵

م.م: په لیبیا کې باید پر عام وګړو حملې بندې شي


بان کي مون د بحرین د بهرنیو چارو پخواني وزیر عبدال لله ال خطیب د لیبیا لپاره خپله خاص استازی ټاکلی دی.
بان کي مون د بحرین د بهرنیو چارو پخواني وزیر عبدال لله ال خطیب د لیبیا لپاره خپله خاص استازی ټاکلی دی.
د ملګرو ملتونو عمومي منشي بان کي مون په لیبیا کې پرملکي وګړو د بې پروا حملو د پای ته رسیدو غوښتنه وکړه او خبرداری یې ورکړ، چې هغه کسان به چې نړیوال قانون ترپښو لاندې کوي، عدالت ته راوکاږل شي.

بان کي مون دا څرګندونې د لیبیا د بهرنیو چارو له وزیر موسی کوسا سره په ټیلفون کې وکړې.

دوی دواړو موافقه وکړه، چې ملګروملتونه دې سمدستي طرابلس ته یو هیات واستوي، چې په دې ښار کې بشری وضعیت له نژدې وڅیړي.

بان کي مون د بحرین د بهرنیو چارو پخواني وزیر عبدال لله ال خطیب د لیبیا لپاره خپله خاص استازی ټاکلی دی.

جنګي هیلیکوپر

بان کي مون دا څرګندونې او خبرداری په داسې حال کې ورکوي، چې د لیبیا د مشر معمر قذافي پلویو ځواکونو له وسله والو مخالفانو د ښارونو د بیرته نیولو لپاره له ټانکونو، توپونو او جنګي هیلیکپټرو څخه کاراخیستی دی.

د قذافي ملاتړي ځواکونه په دې بریالي شوي وو، چې د طرابلس په ختیځ دوه سوه کیلومترۍ کې د میسراتا ښار مرکزي برخې ته ننوځي خوڅو ساعته وروسته وسله والو مخالفانو بیرته په شاه وتمبول.

د قذافي ملاتړو ځواکونو دغه راز د تیلو بندري ښار راز لانوف ته نژدې د وسله والو پرمورچلو حملې کړې دي.

وسله وال مخالفان د بن جاوید له ښاره چې د قذافي اصلي ټاټوبی د سیرټی ښار په لاره پروت دی، په شاه کړی شوی دی.
XS
SM
MD
LG