سرنوشت نا دولتي ورځپاڼې لیکلي، چې له تیرو څو ورځو راهیسې د ولسي جرګې د مشر د ټاکلو په سر د ولسمشر کرزي د پلویانو او د ده د سیاسي مخالفینو ترمنځ ټینګه مبارزه روانه ده.
ورځپاڼې د ولسي جرګې ریاست ته د تیرو دوو پړاوونو په انتخاباتو کې د کاندیدانو پاتې راتلو ته په اشارې لیکلي، چې نن به بیا استاد سیاف او یونس قانوني د دې جرګې د ریاست لپاره په خپله کې سیالي کوي.
خو ورځپاڼې دا نه دي لیکلي، چې حکومت د کوم کاندید پلوي دی او د ولسمشر کرزي سیاسي مخالفین د کوم کاندید ملاتړ کوي.
افغان جرګې نا دولتي ورځپاڼې بیا د خپل لومړي مخ په غټ سرلیک کې لیکلي، چې د نوې ولسي جرګې غړي په خپله لومړنۍ غونډه کې د مشر په ټاکلو سره سلا نشول.
ورځپاڼه لیکي، که څه هم د ولسي جرګې د مشر د ټاکلو لپاره دوه ځله انتخابات وشول، خو د باطلو رایو په اړه د شتو اختلافاتو له کبله بیا هم وروستۍ پایله ګونګه پاتې شوه.
ورځپاڼه لیکي، چې نن به د دې جرګې غړي په دې موضوع بحث وکړي او دا به په ډاګه کړي، چې د دریم پړاو انتخابات وکړي او که څنګه؟
راه نجات نا دولتي ورځپاڼې هم د سپینو او باطلو رایو په سر د جرګې په غړو کې شته اختلافات د جرګې د مشر د ټاکلو په وړاندې اساسي خنډ بللی.
ورځپاڼه لیکي، چې سپینې رای پرون د ولسي جرګې د مشر د ټاکلو په وړاندې ستر خنډ رامنځ ته کړ او وروستۍ پایله ګونګه پاتې شوه.
ورځپاڼې په خپله سرمقاله کې هم په همدې مسالې بحث کړی او لیکلي، چې ممکن په دریم پړاو انتخاباتو کې د غوڅ اکثریت مساله یوې خوا ته پریښودلی شي او وکیلان د ساده اکثریت منلو ته غاړه کیږدي.
ارادې خپلواکې ورځپاڼې بیا د ولسي او مشرانو جرګو د مشرانو د ټاکلو د بهیر په مشروعیت بحث کړې او په دې اړه یې ځینې پوښتنې پورته کړي دي.
ورځپاڼې لیکلي، چې مشرانو جرګې د خپل مشر د ټاکلو لپاره دا انتخابات په داسې حال کې ترسره کړل، چې ددې جرګې دریم ثلث حاضر نه وو او دا خپله له قانون سره یو ټکر شمیرل کیږي.
بل لور ته د ورځپاڼې د ولسي جرګې د مشر د ټاکلو لپاره دا انتخابات په داسې حال کې ترسره شوي، چې د ځانګړې محکمې پریکړه لا نه ده شوې او ممکن د پریکړې له اعلان سره د دې جرګې ځینې غړي له جرګې وویستلی شي، چې بیا هم یو قانوني ټکر رامنځ ته کوي.
ورځپاڼې لیکلي، چې په کار خو دا وه، چې د ځانګړې محکمې تر پریکړې پورې نوې ملي شورا نه وای پرانستلې شوی، خو که اوس پرانستل شوې، نو په کار وه، چې د مشر د ټاکلو انتخابات یې له پریکړې وروسته شوې وای.
ویسا خپلواکې ورځپاڼې بیا د ولسي جرګې د مشر د انتخاب لپاره روان بهیر یوې خوا ته ایښودلې او تر ډیره یې د استاد سیاف او یونس قانوني په اجنډاو بحث کړی.
ورځپاڼې په غټو ټکو سره لیکلي، چې استاد سیاف د ولس غمیزه یادوله او قانوني بیا د خپل ریاست په غم کې ډوب وو.
ورځپاڼې لیکلي دا، چې د ولسي جرګې مشر به څوک وټاکل شي، دا مهمه نه ده بلکې د ورځپاڼې په وینا مهمه خبره دا ده، چې دغه جرګه باید په ولس د جنګ دوام او د پردیو د شومو هدفونو سیورې و نه غواړي.