په افغانستان کې د ښونې او روزنې د ښه کیدو په منظور د ښونې وزارت غواړي په هیواد کې د ښونکو د مسلکي زده کړې لپاره ځینې پروګرامونه پلي کړي.
د ښونې وزارت چارواکي وایي، چې دغه هدف ته د رسیدولپاره د نړیوالې ټولنې جدي مرستوته اړتیا لري.
د دغه وزارت سلاکار محمد سرور عزیزي چې د سې شنبې په ورځ یې د ښونې وزارت د اساسي زده کړې د پلانګذارۍ په غونډه کې خبرې کولې وویل، چې په همدې هدف به د هیواد په لرو پرتو سیمو کې هم دارالمعلمینونه جوړکړي.
د عزیزي په وینا په راتلونکو دریو کلونو کې به په دغو دارالمعلمینونو کې په زرګونه ښونکوته د مسلکي زده کړې اسانتیاوې برابرې شي.
"اوسمهال په افغانستان کې د دارلمعلمینو شمېره دوه څلویښتو ته رسیدلی، مونږ غواړو د ولسوالیو په کچه د دارلمعلمینو یوه څانګه ولرو.
په دریو راتلونکو کلونو کې موږ اتیا زره ښوونکو ته اړتیا لرو، چې له نیکه مرغه اوسمهال پنځوس زره ښونکي په دارالمعلمینو کې زده کړې کوي، زه هیله مند یم چې په راتلونکو دریو کلونو کې اتیا زره ښونکي ټولنې ته وړاندې کړو."
بل لورته په افغانستان کې د المان سفیر وایي، هیواد یې په پام کې لري تر ۲۰۱۳ میلادی کاله پورې افغانستان سره د ښونې په برخه کې پنځه ویشت ملیونه یورو مرسته وکړي.
د المان سفیر رویدیګر کونیګ وایي، د تیرو لسو کلونو په جریان کې یې د افغانستان په بیلابیلو برخو کې له دووسوو څخه زیات ښونځي جوړ کړي دي.
ښاغلي کونیګ وایي، ترڅو په افغانستان کې د ښونې کچه لوړه نه شي پرمختګ امکان نه لري.
"له ښونې پرته د ظرفیت جوړول امکان نه لري، له ظرفیت پرته علمي بنسټونه نه جوړیږي، له علمي بنسټونو پرته پرمختګ نه شي کیدای.
موږ دلته په دې هڅه کې یو، چې ښونې او ظرفیتونو ته وده ورکړو. موږ دا هڅه کوو، چې په افغانستان کې د ښونې په برخه کې پانګه اچونه وکړو ترڅو دغه هیواد یوه ښه راتلونکی ولري."
المان له افغانستان سره د مرسته کونکو هیوادونو له ډلې څخه دی او ډیرې مرستې یې ښونې او روزنې ته ځانګړې شوي.
دغه هیواد تراوسه پورې په بدخشان، تخار، بلخ، کندوز او سرپل کې له دارالمعلمینونو سربیره په دغو ولایتونو کې پنځه ښونځي هم جوړ کړي دي، چې هرکال نهه زره ښونکي زده کړې په کې کوي.
د ځینو کارپوهانو په وینا په افغانستان کې د مسلکي ښونکو نه شتون د دې لامل شوی، چې په ښونځیو کې زده کونکي ښه زده کړه نه شي کولای او په هېواد کې دبې سوادۍ لامل شوی.