د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وایي، چې له امنیتي او بودیجوي ستونزو سره سره هڅه کوي، چې په راتلونکو پنځو کلونو کې په هېواد کې د میندو او ماشومانو د مړینې کچه دوه په درې برخه راکمه کړي.
د عامې روغتیا سرپرستې وزیرې ډاکټر ثریا دلیل د یکشنبې په ورځ په کابل کې د ماشوم روغتیا د ملي اونۍ د پای په غونډه کې وویل، چې په دې برخه کې یي هڅو مثبتې پایلې درلودلې او د ماشومانو په مړینه کې کمښت لیدلې کیږي.
د میرمن دلیل په وینا د ماشوم د روغتیا ملي اونۍ هم د دغو هڅو یوه برخه وه، چې په ترڅ کې له اتیاو زرو زیات ماشومان او له څلویښتو زرو زیاتې میندې واکسین شوې دي:
«د افغانستان د عامې روغتیا وزارت هڅه کړې، چې تر ۲۰۱۵ میلادي کاله پورې د پنځو کلونو ښکته ماشومانو د مړینې په مخنیوي کې دوه پر درېیو کموالی راولي او موږ غواړو چې راتلونکو پنځو کلونو کې دغه دوه پر درېیو کموالي په خپلو سترګو ووینو.»
د عامې روغتیا د وزارت په وینا د ماشوم د روغتیا اونۍ ملي پروګرام د هېواد د اوولسو ولایتونو په یو دیرشو ولسوالیو کې پلې شوې، چې په ترڅ کې یي میندې او ماشومان د بېلابېلو مرګونې ناروغیو په وړاندې واکسین شوې دي.
د عامې روغتیا وزارت په افغانستان کې د میندو او ماشومانو په مړینه کې د کمښت دا هڅې په داسې حال کې پیل کړي، چې اوس مهال دغه وزارت د روغتیایي خدماتو د برابرولو په برخه کې له ستونزو سره مخ دې.
ډاکټر ثریا دلیل هم دا ستونزې تاییدوي او وایي، چې د روغتیایي کارکوونکو نشتوالې د دوي یوه اساسي ستونزه ده:
«موږ د روغتیایي کارکونکو د نه شتون له ستونزو، په ولایاتونو کې د متخصصینو نشتوالی او د هېواد ۳۱ سلنه روغتیایي مرکزونو کې د ښځینه کارکونکوله نه شتون سره مخ یو.
نورې څرګندې ستونزې هم شته لکه امنیتي ستونزې ،د چاپیریال ستونزې، د پرسونل د تمویل ستونزې او هلته د هغو ساتنه ده، چې زموږ ټولنه ورسره مخ ده.»
د عامې روغتیا وزارت په داسې حال کې د ماشومانو او میندو د مړینې د کمولو هلې ځلې پیل کړي چې په دې برخه کې ډیر اندیښنې موجودې دي.
خلک وایي، چې د هېواد په لرو پرتو سیمو کې د میندو اوماشومانو د ښې درملنې اسانتیاوې نه شته، خو دعامې روغتیا وزارت وایي چې د امنیتي ستونزو سربیره به هم هڅه وکړي چې د هېواد لرو نا امنه سیمو ته روغتیایي اسانتیاوې ورسوي .