د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۳۰ وری ۱۴۰۴ کابل ۱۲:۲۶

کالډ: د افغان امینتي ځواکونو د روزلو بهیر ګړندي کړی دي


 په افغانستان کې د ناټو د روزنېز ماموریت قومندان جنرال ویلیم کالډ
په افغانستان کې د ناټو د روزنېز ماموریت قومندان جنرال ویلیم کالډ

په افغانستان کې میشت د ناټو ځواکونه وایي، چې په افغانستان کې د خپلو روزنکو شمېر په زیاتولو سره د افغان امنیتي ځواکونو د روزلو او سمبالولو بهیر ګړندی کړی دی.

د افغان امنیتي ځواکونو د روزنې په بهیر له شتو انتقادونو سره سره ناټو په پام کې لري، چې په روان میلادي کال کې د دغو ځواکونو د روزلو او سمبالولو په بهیر شاوخوا یولس میلیارډه ډالره ولګوي.

په افغانستان کې د ناټو د روزنېز ماموریت قومندان جنرال ویلیم کالډ وویل، چې د چهارشنبې په ورځ یې په کابل کې یوې خبري غونډې ته وینا کوله وویل، چې دوی د امنیتي مسوولیتونو د سپارلو په درشل کې د افغان امینتي ځواکونو د روزلو بهیر ګړندي کړی.

ده وویل، چې نړیوالې ټولنې په تیرو اوو کلونو کې د افغان امنیتي ځواکونو په روزلو او سمبالولو شاوخوا شل میلیارډه ډالره لګولي، خو اوس په پام کې لري، چې هم دومره نورې پیسې د دوو کلونو په موده کې ولګوي.

"تر هغه ځایه، چې مونږ پوهیږو د ۲۰۰۳ او ۲۰۰۹ میلادي کلونو ترمنځ، چې اووه کاله کیږي، نړیوالې ټولنې د افغان امنیتي ځواکونو په سمبالولو، دوی ته د تنخواو د ورکولو او بنسټونو د جوړولو په برخه کې له شلو میلیارډو ډالرو زیاتې پیسې لګولي دي.

په دغو ځواکونو کې ملي اردو، پولیس او هوایی ځواکونه شامل دي. همداراز په تیر کال کې او په روان کال کې، چې اوس اوس پیل شوې غواړو شل میلیارډه ډالره نور ولګوو. دا پانګه ونه د زیاتو هڅو او د افغان امنیتي ځواکونو د ودې په نتیجه کې شوې ده."

جنرال کالډ ویل دا هم وویل، چې اوس مهال افغان امنیتي ځواکونه د اووه اشاریه اووه میلیارډو ډالرو په ارزښت وسله او وسایل په واک کې لري.

د نوموړي لخوا د ورکړل شویو معلوماتو له مخې د هوایی ځواک په برخه کې هم زیات کار شوې او زیاتې پیسې لګول شوي.


ده وویل، چې د افغانستان هوایی ځواک اوس مهال شپږ پنځوس الوتکې په واک کې لري او دوی غواړي دغه ځواک ته نورې الوتکې هم په واک کې ورکړي.

خو د افغان امنیتي ځواکونو شتو اړتیاو او روان حالت ته په پام سره د پوځي چارو کتونکي بیا په شوي لګښت د انتقاد ګوته پورته کوي او وایی، که رښتیا هم دومره پیسې لګول شوې وای نو نن به د امنیتي ځواکونو حالت په بل ډول وو.

جنرال عتیق الله امرخیل هم ورته نظر لري او وایی، چې ملي اردو لا هم درنې وسلې او هوايي ځواک نلري، نو دده په وینا دا پیسې په کوم ځای کې لګول شوي.

بل لور ته په افغانستان کې د ناټو د روزنیز ماموریت قومندان خبریالانو ته د هغو وسلو او وسایلو انځورونه هم ښکاره کړل، چې ددوی په وینا د افغان امنیتي ځواکونو په واک کې ورکړل شوي.

که څه هم د افغانستان د دفاع وزارت د نړیوالې ټولنې لخوا د شویو لګوښتونو په اړه کومه تبصره نده کړې، خو د لوی درسیتز مرستیال جنرال محمد اکرم، چې د جنرال کالډ ویل په غونډه کې موجود وو، وویل، چې ناټو باید د ملي اردو سمبالولو ته زیاته پاملرنه وکړي.

د افغان ځواکونو د روزنې په اړه دا بحثونه پداسې حال کې کیږي، چې تمه ده د روان کال له دویمې نیمایی نه د امنیتي مسؤلیتونو د انتقال بهیر پیل شي. که څه هم افغان کتونکي د امنیتي ځواکونو روان حالت او اړتیاو ته په پام سره ددغه بهیر بریا ته د شک په سترګه ګوري، خو خپله بهرني ځواکونه او افغان چارواکي پدې باور دي، چې دا بهیر به په بریالي توګه بشپړ شي.
XS
SM
MD
LG