د طبیعي زیرمو په شتمن او بډای ایالت بلوچستان کې د مرګونو په زیاتېدو سره دا وېره زیاته شوې، چې په دې ایالت کې د بیلتون غوښتنې شخړه ورځ تر بلې جدي کیږي.
په دې وروستیو کې د بلوچستان بیلتون غوښتونکو وسله والو د پاکستان د حکومت په ملاتړ و او د دې هیواد په پوځیانو باندې حملې زیاتې کړې او دا اندیښنې یې زیاتې کړي، چې د وسله والو هدفي وژنې به د پاکستان دغه ستر ایالات نور هم بې ثباته کړي.
بلوچستان، له ایران، افغانستان او د پاکستان له ستونزمن ایالت خیبر پښتونخواه او دغه راز پنجاب او سند ایالتونو سره سرحدونه لري او دا ایالات د وسله والو د سیالیو په مرکز بدل شوی دی.
په دې وروستیو کلونو کې په بلوچستان کې د بیلتون غوښتونکو او فرقه یي ډلو شخړې هم زیاتې شوي، چې کورني او بهرني عناصر دواړه په کې فعالیت کوي.
له دې تازه شخړو څخه داسې بریښي، چې د بلوڅانو غورځنګ د وژنو او حملو لاندې دی. مشکوک بیلتون غوښتونکی، سیاسي مشران، حکومتي چارواکي، ژورنالستان او حتی زده کوونکي او ښوونکي په نښه او وژل کیږي.
د ډسمبر په ۲۶ مه د بلوڅو یو سیاسي مشر عبدالطیف شهواني، چې د بلوڅانو د منځ لارې نشنل ګوند مشر و، ووژل شو. په همدې ورځ کوټې ته نږدې د بلوڅو وطنپالو ډلو مربوط د څلورو کسانو مړي، چې په ګولیو سوري سوري شوي وو، وموندل شول.
د دا ډول حالت په رامنځ ته کېدو سره د بلوڅو زیات شمېر سیاسي مشران له خپل ایالت او یا هم بیخي له پاکستان څخه تیښتې ته اړ شوي دي.
په پاکستان کې د بشري حقونو د خپلواکه کمیسیون وکیل ظهور احمد شهواني په بلوچستان کې د هدفي مرګونو په اړه وایي:
"په پاکستان کې د بشري حقونو د کمیسیون له خوا د راټولو شویو احصایو پر اساس، د شپیتو اویاو ترمنځ مړي موندل شوي او پېژندل شوي دي.
د دغو قربانیانو زیاتو یې د بلوچستان سترې محکمې ته عریضې ورکړې وې او ویل یې چې د مختلفو استخباراتي ادارو او پولیسو له خوا بندیان شوي دي."
بیلتون غوښتونکي بلوڅان چې له پاکستان څخه د خپلواکۍ اخیستو په مقصد وسله واله مبارزه کوي، په اسلام اباد تور لګوي، چې د دوی په زرونو سیاسي مشران یې په تېرو څو کلونو کې تښتولي او یا یې بندیان کړي دي.
د پاکستان خبري رسنۍ دا کسان د ورکو شویو کسانو په نامه معرفي کوي او د ورکو شویو کسانو کورنۍ د حکومت پر ضد اعتراضونه کوي.
د پاکستان حکومت او امنیتي چارواکو په وار وار دا ډول تورونه رد کړي دي خو کله نا کله ځیني سیاسي مشران له اوږده بند تیرولو وروسته خوشي کیږي.
اسلام اباد په دې وروستیو کې، په بیلتون غوښتونکو بلوڅانو تورلګوي، چې په دې ایالات کې حکومتي عسکر، دولتي مشران او ځایي پنجابیان چې څو نسله هلته ژوند کوي، وژني.
په ۲۰۰۴ میلادي کال وضعه هغه وخت نوره هم کړکیچنه شوه، چې بلوڅانو د پاکستان پر ضد پنځم وسله وال پاڅون وکړ او دا خبره یې ګرمه کړه، چې د پاکستان حکومت د دوی طبیعي غاز او زیرمې وړي او د څلورو میلونو بلوڅو دا سېمه یې د بې وزلۍ حالت کې ساتلې ده.
د ۲۰۰۶ کال اګست میاشت کې د پاکستان پوځ د عملیاتو په جریان کې د بلوڅو مهم قومي مشر نواب اکبر بوګتي وواژه او په دغه عمل سره وسله والې شخړې زیاتې شوې.
د بوګتي له وژنې راهیسې په بلوچستان کې په زرونو وسله وال بیلتون غوښتونکي، پاکستاني عسکر، سیاسي او ملکې مشران په شخړو کې وژل شوي دي.
د شخړو له وجې شاوخوا دوه لکه ځایي اوسیدونکي هم بې ځایه شوي، چې نیمایي یې پنجابیان دي.
د کوټې یو ژورنالیست سید علي شاه وایي، نن سبا هدفي وژنې د بلوڅانو په ګڼ میشتو سېمو کې زیاتې شوي، بې امنیتۍ او تښتونې هم اوج ته رسیدلي دي.
سید علي شاه وایي، په تېر وخت کې به وسله والو د داډول وژنو مسولیت په غاړه اخیسته. خو په سېمه کې د وروستیو بې امنیتیو له وجې ګرانه ده، چې د وژنو او مرګونو عاملین په ګوته او وپیژندل شي.
په بلوچستان کې د شیعه ګانو او سنیانو تر منځ شخړې او وژنې هم دوام لري.
د بلوچستان په مرکز کوټې ښار کې د ډسمبر د ۷ مې نیټې ځان وژونکي حملې څخه چې د دې ایالت وزیر اعلی نواب اسلم خان رایزیاني په کې نږدې وژل شوی و، څرګندیږي، چې په دې ایالات کې وژنې او شخړې تر کومه حده پیچیلي دي.
د شیعه ګانو یوې سخت دریځې ډلې لشکر جنګوي په وزیر اعلی باندې د حملې ادعا وکړه. خو وروسته د پاکستانیو طالبانو ډلې تحریک طالبان پاکستان په همدې ورځ وویل، چې د بلوچستان په وزیر اعلی باندې ځان وژونکې حمله دوی کړې ده.
دغه راز د بلوڅانو د خپلواکۍ متحدې جبهې هم د دغي حملې د تر سره کولو ادعا وکړه.
له بلي خوا د پاکستان واکمن ګوند پیپلز پارټۍ له بلوڅانو څخه رسمې معافي غوښتې او دغې سيمې ته یې د اقتصادي مرستو رسولو ژمنه کړې ده. دې کار هم په بیلتون غوښتونکو بلوڅانو څه اغیز نه دی کړی.
جګ پوړي بلوڅ ژورنالیست شهزاده زلفقار وایي، که چیرې سمې خبرې او مذاکرې ونه شي نو د بلوچستان وضعه به په تدریجي ډول نوره هم خرابه شي.
په بلوچستان کې په روانو مرګونو او امنیتي حالت له خرابیدو سره سره، اسلام اباد تر اوسه د دغې لانجې د حل لپاره کوم پراخ سیاسي اقدام نه دی کړی.