ویسا:
ویسا خپلواکې ورځپاڼې په افغانستان کې د سولې د خبرو اترو لپاره د ښکیلو اړخونو ترمنځ د باور رامنځ ته کول ضروري بللې او له افغانستان سره یي د ترکیي اړیکو ته په پام سره لیکلي، چې ترکیه د داسې باور یو محور کېدای شي.
ورځپاڼې له ترکیي څخه د سولې د خبرو د کوربه توب لپاره د ولسمشر کرزي غوښتنې ته په اشارې لیکلي، چې دغه هېواد له افغانستان سره ښو اړیکو او بیا سولې ته لیواله دې او کولاې شي په دې برخه کې رغنده رول ولوبوي.
ورځپاڼې دا هم لیکلي، که د افغانستان روانه لانجه ژر حل نه شي، نو ممکن په یو داسې سیمه ایز بحران بدل شي، چې د سیمې او نړۍ پر برخلیک به یي اغیزې خورا منفي وي.
سرنوشت:
سرنوشت نا دولتي ورځپاڼې بیا په خپل لومړي مخ کې د ولسمشر کرزي په حواله په غټو ټکو سره لیکلي، چې له طالبانو سره د خبرو د زمینې د برابرولو لپاره د ترکیي د هر وړاندیز هرکلۍ کوي.
ورځپاڼه لیکي، چې ښاغلي کرزي دا څرګندونې طالبانو ته د ځینو نږدېو کړېو له وړاندیز وروسته کړي، چې ترکیه دې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ منځګړیتوب وکړي.
ورځپاڼې په دې ترڅ کې د طالبانو د یو پخواني چارواکي څرګندونې هم راخیستي او د هغه په حواله یي لیکلي، پکار ده، چې طالبانو ته دا فرصت ورکړل شي، چې په ترکیه کې خپله سیاسي نمایندګۍ جوړه کړي، څو د هغې له لارې د سیاسي هلو ځلو زمینه ورته برابره شي.
د ورځپاڼې په وینا که څه هم د ترکیي ولسمشر د داسې کوم وړاندیز له ورسپارلو بې خبري ښودلې، خو ویلي، چې په ټوله کې د داسې شرایطو ملاتړ کوي.
خدمتګار:
خدمتګار هم په خپل لومړي مخ کې دا مسئله پورته کړې او لیکلي، چې طالبان په دریمګړي هېواد کې سیاسي دفتر غواړي.
ورځپاڼې لیکلي، چې د طالبانو پنځو جګ پوړو چارواکو په فارس خلیج، ترکیه، جرمني او یا هم جاپان کې د سیاسي دفتر د پرانیستلو غوښتنه کړې.
ورځپاڼه لیکي، د طالبانو دغه چارواکي ټینګار کوي، چې د سیاسي بهیر د پیل لپاره د دوي د سیاسي استازيتوب اړتیا ده، چې په یو درېیم هېواد کې باید د پرانیستلو اجازه ورکړای شي.
ورځپاڼې لیکلي، چې ولسمشر کرزي دغه موضوع د ترکیي له ولسمشر سره شریکه کړې او هغه منلې، چې انقره کولای شي د افغان دولت او طالبانو ترمنځ خبرو اترو ته لاره هواره کړي.
راه نجات:
راه نجات نا دولتي ورځپاڼې هم په افغانستان کې د سولې په خبرو کې د ترکیي په منځګړېتوب بحث کړې.
ورځپاڼې له پاکستان سره د ترکیي اړیکو او نفوذ ته په پام سره لیکلي، چې دا کار کولای شي په افغانستان کې د سولې بهیر چټک کړي، ځکه د ورځپاڼې په وینا کوم نفوذ، چې ترکیه یي په پاکستان لري، هومره نفوذ پاکستان په طالبانو لري.
ورځپاڼې هیله څرګنده کړې، چې د ترکیي په دې کار سره به په افغانستان کې د سولې د ټینګښت لپاره د عملي ګامونو پورته کولو ته زمینه برابره شي.