د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۱۶

د کورنیوچارو وزارت وايي،په تېره اونۍ کې د ملکي خلکو وژنه زیاته وه


د افغانستان د کورنیو چارو وزارت په تېرې اوونۍ کې د ملکي خلکو د وژلو پر زیاتیدو انديښنه وښوده.

د دې وزارت ویاند زمری بشري د یکشنبې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته وویل، چې په تېرې اوونۍ کې د مخالفینو د فعالیتونو او له دوي سره د وسله والو نښتو په نتیجه کې دوه پنځوس ملکي خلک وژل شوي چې دا شمېره په سلو کې شپږاویا زیاتوالی ښيي:

(په خواشینی سره، په تیره اوونۍ کې زموږ دوه پنځوس ملکي هېوادوال شهیدان او درې څلویښت ټپیان شوي دي، په ټول هېواد کې ۹۳ تروریستي بریدونه شوي، چې د تېرې اوونۍ په پرتله په سلو کې شپاړلس زیاتوالی ښيي.)

بشري همدا راز وویل چې، پولیسو په تیره اوونۍ کې د مجرمینو په نیولو او د مخدرو موادو د قاچاق په مخنیوي کې د پام وړ هڅې کړي او ښې لاسته راوړنې یي لرلې دي.

ده وویل، پولیسو تیره اوونۍ یوسلو شپږویشت مجرمین نیولي او شاوخوا دوه زره او اوه سوه کیلوګرامه مخدره مواد یي د هېواد په مختلفو سیمو کې کشف او ضبط کړي دي.

بشري زیاته کړه چې، په تېره اوونۍ کې د ملکي خلکو تلفات، د مخالفینو له فعالیتونو، تروریستي بریدونو او د سړک پرڅنډو د ماینونو ځای پرځای کېدو پورې تړلي دي او د دې لپاره چې د دې وژنو مخنیوی شوی وي، نوی امنیتي تدابیر یي ورته نیولي دي.

ده وویل، په ډیرو حالاتو کې پولیس د خلکو د ژوند د خوندیتوب په هلو ځلو کې وژل کیږي:

(د دې ټولو دلیل نا امني ده، ډیر تلفات ځان وژونکو بریدونو او ماینونو پورې اړه لري، موږ نوي تدابیر نیولي او غواړو دا مرګ ژوبله کمه کړو.)

افغان حکومت په وروستیو څو میاشتو کې د هېواد امنیتي او بهرنیو ځواکونو ته د ملکي خلکو د وژلو اندیښنه وړاندې کړې ده او ټینګار یي کړی دی چې دا ځواکونه دی د عملیاتو پرمهال له ډیر احیتاط څخه کار واخلي.

همدارنګه د ناټو او امریکا په وروستی ستراتیژی کې هم راغلي چې د ملکي خلکو خوندیتوب ته دې پوره پاملرنه وشي.

کارپوهان وایي چې، که هرڅومره په لږه موده کې د عملیاتو لارښوونه افغان ځواکونوته ولیږدیږي، په عملیاتو کې به د ملکیانو وژنه کمه شي.
XS
SM
MD
LG