دغو ورځپاڼو خپلې سرمقالې هم د همدې سفر په اړه لیکلي،له راولپنډۍ نه خپرېدونکې جنګ ورځپاڼې په خپله نننۍ سرمقاله کې دغه سفر د هندوستان د پوځي او اقتصادي ضرفیتونو د لا لوړولو او وړاندې وړلو په برخه کې ډیر ګټور بللی،خو ترڅنګ يې پر خپل دولت نيوکه کړې چې د هغوی د بې غورۍ او لا پرواهۍ له امله پاکستان له داسې یوه چانسه محروم شو.
ورځپاڼه لیکي يوه هیواد ته د امریکا دمتحدو ایالاتود جمهور رئیس داډول سفر ناڅاپي نه وي بلکې له څو میاشتو او ان کال وړاندې یې ترتیبات نيول کېږي.
ورځپاڼه وړاندې کاږي سره له دې چې پاکستان د تروريزم پر وړاندې په روانه مبارزه کې د امريکا کلک همکار اوملګری هيواد دی خو بیا هم له دغه ډول ګټو بې برخې پاتې شوی.
له اسلام اباده خپرېدونکې ورځپاڼې نوای وقت (که غواړې چې د نړيوال رهبر په توګه ومنل شې نو د کشمیر شخړه هواره کړه ) تر سرليک لاندې په خپله سرمقاله کې د کشمير د کشالې په اړه چې هند و پاکستان یې د ملکيت ادعاوې کوي ليکلي چې اوباما ته پکار و چې په خپلو ویناوو کې یې دغې مسلې ته هم ځای ورکړی وای.
ور ځپاڼه لیکي اوباماپر هند و پاکستان غږ کړی چې خپلې ټولې لانجې دې دخبرو له لارې حل کړي خو د اصلي لانجې چې دکشمير مسله ده هيڅ یادونه یې ونه کړه.
ورځپاڼه کاږي پاکستان له هند سره د کشمير له کشالې پرته نوره هيڅ ستونزه نه لري او که اوباما د دواړو هیوادونو ترمنځ د تاوتريخوالو د ختمولو هیله من وي نو باید هندوستان دې قایل کړي چې د کشمیریانو جمهوري او روا حقونو ته غاړه کېږدي.
له پېښوره خپرېدونکې د اردو ژبې يوه بلې ورځپاڼې خبرېن هم خپل د سر خبر او سرليکنه د همدې سفر په اړه لیکلې.
د ورځپاڼې پر تندي (ځواکمن پاکستان د هندوستان په ګټه دی) د اوباما د وینا يوه برخه د سر خبر په توګه ليکل شوی او سرمقالې ته یې هندوستان ته د اوباما سفر عنوان ورکړی.
سرمقاله د براک اوباما له هغې وینا پیلېږي چې د هندوستان په تاج هوټل کې یې وړم کال پر دغه هوټل د شوې تروریستي حملې په اړه کړې.
هندوستان ددغې حملې تور پر پاکستان پورې کړی خو ورځپاڼې خوښي ښودلې چې اوباما په دغه وینا کې د پاکستان هيڅ ذکر ندی کړی.
دا ورځپاڼه هم د نورو هغو پشان هند ته د اوباما سفر ډیر ګټور بولي که څه هم پر امريکا یې نيوکه نده کړې خو له خپل دولت څخه یې پوښتنه کړې چې ولې د اوباما په سفر کې پاکستان ندی شامل؟
خبرېن هم د کشمير د مسلې يادونه کړې او پر اوباما یې غږ کړی چې ددغې مسلې د اهمیت په پام کې نيولو سره باید په دې اړه خپل رول ولوبوي.
ورځپاڼه وړاندې ليکي چې پاکستان باید د هندوستان چټک پرمختګ ومني اوزیاتوي چې دغه هیواد د ساينس او ټکنالوژۍ په برخه کې د پاکستان په نسبت ډير پرمختګ کړی.
خبرېن د اداري فساد په اړه ليکي چې دغه ناسور په هندوستان کې هم موجود دی خو زیاتوی چې د هغه ځای سیاستوال بیا خيل هیواد ته وفادار او ژمن دي او له خپلې خاورې سره ډیره مینه لري.
د ورځپاڼې په باور د هندي سیاستوال همدا مینه د هندوستان د پرمختګ او په نړيواله کچه د یوه راتلونکي اقتصادي ځواک په توګه د منل کېدو لامل شوې.
په مجموعي ډول پاکستاني مطبوعات هند ته د اوباما پر سفر او پاکستان ته پر نه راتګ ناراضه ښکاري خو تر ډيره یې پر خپل دولت نيوکه کړې چې د ناسمې تګلارې له امله یې دغه ستر چانس له لاسه ورکړ.
که څه هم ځینې دنظر خاوندان په دې باور دي چې ښايي دا کار د امريکا او پاکستان ترمنځ د تروریزم پر وړاندې پر روانې ګډې مبارزې منفي اغېزې وکړي خو د دولتي مسوولینو په وینا براک اوباما تیره میاشت په امريکا کې له پاکستاني چارواکیو سره په خبرو کې هغوی ته ډاډ ورکړی چې راتلونکی کال به دغه هیواد ته هم سفر وکړي.
خو د پاکستانیانو پوښتنه داده چې ایا امريکا به دې هیواد ته هم دهندوستان په کچه اهمیت قایل شي او هغه همکارۍ چې له هندوستان سره یې وکړې دوی به هم ترې برخمن شي؟
مجيب الرحمان انګار
د پاکستان د ډيری ورځپاڼو د سر خبر هندوستان ته د امریکا دمتحدو ایالاتو دجمهور رئیس براک اوباما د سفر په اړه دی چې د نوموړي له ویناوو پيلېږي. نژدې ټولو پر تيراژه ورځپاڼو د نوموړي هغه وینا راخیستې چې ديکشنبې په ورځ یې دهندوستان په ستر سوداګريز ښار ممبی کې د پوهنتون محصلينو ته کړې.