راه نجات:
راه نجات نا دولتي ورځپاڼې په افغانستان کې د نشه یي توکو په خلاف په مبارزه کې د روسي ځواکونو رول ته کتنه کړې.
ورځپاڼې لیکلی، چې اوس په افغانستان کې د نشه یي توکو په خلاف د مبارزې میدان ته روسانو هم رادانګلي او د لومړي ځل لپاره څلورو روسي مامورینو د افغانستان په ختیځ کې له امریکایانو سره د نشه یي توکو په خلاف په مبارزه کې همکاري کړې.
اراده:
ارادې خپلواکې ورځپاڼې بیا د افغانستان په ختیځ کې د امریکایي او روسي ځواکونو ګډ عملیات خورا بریالي بللي او لیکلي، چې دوي وکړای شول، چې په دغو عملیاتو کې یو ټن نشه یي توکي ونیسي.
ویسا:
ویسا خپلواکې ورځپانې هم د ناټو او روسیي ترمنځ د همکارېو په پراخېدو تبصره کړې او لیکلي، چې د دوي ترمنځ افغانستان ته د پوځي ټرانزیټ په برخه کې هم همکاري د پراخېدو په حال کې ده.
ورځپاڼې لیکلي ناټو هڅه کوي، چې په افغانستان کې د روان پوځي ماموریت لپاره هم د روسیی پوځي ملاتړ جلب کړي، خو د ورځپاڼې په وینا روسیه ممکن له ناټو سره خپلې همکارۍ پراخې کړي، خو هیڅ کله هم افغانستان ته د خپلو ځواکونو استولو ته چمتو نه ده.
د ایران له خوا د افغان دولت د وسله والو مخالفینو روزنه او هغوي ته پوځي مرسته ورکول بله مسئله ده، چې په کابل کې خپرېدونکو ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې راخیستې.
خدمتګار:
خدمتګار نا دولتي ورځپاڼې د افغان دولت له وسله والو مخالفینو سره د ایران پوځي مرستو ته په اشارې لیکلي، چې ایران طالبانو ته د الوتکې ضد توغندېو روزنه ورکوي.
ورځپاڼې وړاندې د امریکایی رسنیو په حواله لیکلي، چې طالبانو ته دا روزنه د ایران د سپاه انقلاب د واحدونو له خوا ورکولې کیږي، خو دا لا نه ده څرګنده، چې طالبان به دغه توغندي کله وکاروي.
ورځپاڼې د دې مسئلې په اړه د ځینو پخوانیو امریکایي جنرالانو نظر هم راخیستې او لیکلي، چې که طالبان په موثره توګه له دغو وسلو کار واخلي، نو د دې امکان شته، چې په افغانستان کې جګړې لوبه بدله شي.
ملي ارمان:
ملي ارمان نا دولتي ورځپاڼې بیا په خپل یو مطلب کې د ایران په دوه مخې سیاست بحث کړې او لیکلي، چې ایران له یوې خوا د ولسمشر کرزي حکومت ته په غیر ډیپلوماټیکه توګه پیسې ورکوي او له بل لوري وسله وال طالبان روزي.
ورځپاڼې په دې اړه د دویچه ویلې یو رپورټ راخیستې او د هغې په حواله یی لیکلي، چې ایران افغان دولت د دې پیسو په ورکړې سره هڅه کوي، چې له طالبانو سره په خپلو پوځي او مالي مرستو پرده واچوي.
ورځپاڼې وړاندې د ایران د لاس هنو په اړه د یو افغان کتونکي نظر هم راخیستې او لیکلي،چې ایران له تیرو شپږو کلونو راهیسې په افغانستان کې مستقیم او غیر مستقیم لاس وهنه کوي، خو د ده په وینا افغان دولت پرې پرده اچوي.