په افغانستان کې د ناټو ترمشرۍ لاندې ځواکونه وايي، چې د افغانستان په ځينو سيمو کې يې د طالبانو اکمالاتي لارې بندې کړي او په نتيجه کې يې هغوي تر فشار لاندې راغلي دي.
د ناټو يوه وياند پرون په کابل کې خبريالانو ته وويل، چې دوي به د طالبانو پرضد فشار ته دوام ورکړي څو هغوي سولې ته غاړه کښېږدي خو له هغو سيمو به ځواکونه ونه باسي چې د سولې خبرې په کې کېږي.
جنرال بلاټز خبريالانو ته وويل، چې دوي د افغان دولت د سولې د هڅو بشپړ ملاتړ کوي، خو د ده په وينا د خبرو ميز ته د وسله والو مخالفينو د راوستلو تر ټولو غوره لار پر دوي پوځي فشار ته دوام ورکول دي.
هغه دا هم وويل، چې افغان او ناټو ځواکونه به هيڅ کله هم له هغو سيمو په شا نه شي، چې د سولې خبرې په کې په پام کې نيول شوي:
(د خبرو ميز ته د وسله والو مخالفينو د راوستلو تر ټولو غوره لار پر دوي پوځي فشار ته دوام ورکول دي، دا په دې معنې، چې موږ هيڅ داسې کومه اراده نه لرو، چې ايساف او يا افغان ځواکونه له هغو سيمو، چې ممکن خبرې په کې وشي بهر کړو،موږ له هيڅ يوې سيمې خپل ځواکونه نه په شا کوو.)
خو د دې سره سره جنرال بلاټز وويل، چې د ناټو ځواکونه، که څه هم په دې بهير کې په مستقيم ډول ښکيل نه دي، د سولې د عالي شورا او په مجموع کې د افغان دولت د پخلاینې د هڅو کلک ملاتړ وکړي.
بلاټز همدا راز زیاته کړه، چې په وروستيو دوو اونيو کې د دوو طالب واليانو په ګډون د هغوي شپږ مشران وژل شوي او يو والي يې د افغانستان په لوېديځ کې نيول شوي دي.