په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو عمومي قومندان په کونړ کې د تښتول شوې بریتانوۍ مرستندویې پر وژل کېدو ژوره خواشیني څرګنده کړه.
د ډي اې آی موسسې کارکوونکې لیندا ګروف د جمعې په ماښام د کونړ ولایت په نور ګل ولسوالۍ کې د عملیاتو ځواکونو د عملیاتو په مهال د تښتونکو له لوري په بمي چاودنه کې ووژل شوه.
په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو عمومي قومندان پرون وویل چې افغان او نړیوالو ځواکونو تر وسه وسه هڅه وکړه چې په کونړ ولایت کې تښتول شوې بریتانوۍ مرستندویه د برمته ګرو له منګولو راخلاصه کړي خو په دې کار کې بریالي نه شول.
د بریتانیا د بهرنیوچارو وزیر ویلیم هېګ په یوه اعلامیه کې ،چې پرون په لندن کې خپره شوه ،وویل لیندا تېر ماښام د ژغورونکو عملیاتو په مهال د خپلو برمته ګرو له لوري ووژل شوه.
هېګ د لیندا په وژل کېدو ژوره خواشیني څرګنده کړه خو ویې ویل چې د دې د خلاصون تر ټولو ښه لار دا وه چې ايتلافي ځواکونه د یرغمل نیوونکو پرضد عملیات وکړي.
ده وویل چې ايتلافي ځواکونو د لینډا د ساتنې د ځای په باب مالومات ترلاسه کړي وو او د هغو پراساس هڅه وکړي چې دا خوشې کړي.
د ناټو یوه مقام ویلي چې د دوي ځواکونه د جمعې په ورځ ناوخته د کونړ ولایت په نورګل ولسوالۍ کې هغه ځای ته لاړل چې ګومان کېده لینډا په کې ساتل کېده او عملیات یې وکړل.