د فرانس پرېس په وینا په دې برخه کې به له ټولو کمپنیو سره یو شان چلند کیږي او دا پروسه به لومړی په هغو امنیتي کمپنیو عملي کیږي چې له دولت سره راجستر نه دي.
د ولسمشر حامدکرزي د سې شنبې د ورځې د فرمان پر اساس ټولې داخلي او بهرني خصوصي امینتي کمپنۍ باید د راتلونکي ۲۰۱۱ میلادي کال د جنوري میاشت تر لومړۍ نیټې پورې بندې شي.
په افغانستان کې دا مهال فعالې امنیتي کمپنۍ د نړیوالو ځواکونو د کاروانونو، د بهرنیو ډپیوماټانو، موسسو، د ملګرو ملتونو د ماموریت اود لویدیځو خبري اژانسونو د امنیت ساتلو چارې پر غاړه لري.
بل لور ته د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویلي د پولیسو په لیکو کې د هغو افرادو جذبولو ته چمتو دی چې دا مهال په خصوصي امینتي کمپنیو په کار بوخت دي.
فرانس پریس وايي، د افغانستان ډیري خلک پر دغو امنیتي کمپنیو په خاصه توګه پر لویو لارو د هغوی د چلند او سرغړونو له امله انتقادونه کوي او ولسمشر کرزي ویلي، د دغو کمپنیو فعالیت د افغان امنیتي ارګاونو د کار مخې ته ستونزې جوړې کړي دي.
خو په عین حال کې په دې اړه اندیښنې هم موجودي دي او په داسې حال کې چې افغان پولیس په بشپړه توګه د اعتماد وړ نه دي د دغو کمپنیو د تړلو لپاره ټاکل شوې ضرب الاجل ډېر کم او له چیلینجونو ډک بلل شوی دی.
په عین حال کې د ناټو ځواکونو ویاند جنرال جوزف بلاټز ویلي، د ولسمشر کرزي له دې پریکړې هرکلی کوي خو د ده په وینا، د دې فیصلې په عملي کولو کې باید د مسالې وسعت او اندازه هم په پام کې ونیول شي.
جنرال بلاټز ویلي، ناټو اوس د ولسمشر کرزي پر فرمان غور کوي او وروسته به د دې پروسې د هم اهنګه کولو لپاره اقدام وکړي.
د ارګ له خوا په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي، چې د نړیوالو سازمانونو او بهرنیو سفارتونو استازي به د کورنیو چارو وزارت ته احضار کړای شي څو افغان مقامات ورته د دغې پروسې په اړه معلومات ورکړي.