د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۵ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۸:۳۱

خيبر پښتونخوا کې د افغان کډوالو په کمپونو کې ناروغۍ خورې شوي


د ډاکټرانو په وینا د دغه کمپ ډیري اوسېدونکي په نس ناستي، خارښ، دانو او نورو ډېرو ناروغیو اخته دي، چې علت یې مړه څاروي او ډنډې اوبه دي
د ډاکټرانو په وینا د دغه کمپ ډیري اوسېدونکي په نس ناستي، خارښ، دانو او نورو ډېرو ناروغیو اخته دي، چې علت یې مړه څاروي او ډنډې اوبه دي

په خيبر پښتونخوا کې وروستيو سيلاونو که له يوې خوا خلکو ته د سر و مال درانه زيانونه اړولي او په سلګونو زره يې بې کوره کړي نو ورسره يې ډول ډول ناروغۍ هم رامنځته کړي.

په هغو سيمو کې چې د سيلاونو زور په کې کم شوی ځای پرځای د ناولو اوبو ډنډونه او د مړو څارويو جسدونه د دغو ناروغيو لامل ګرځېدلي، چې د ډاکترانو په وینا که پر وخت يې غم ونه خوړل شي يو بل انساني ناورين به رامنځته کړي.

د نورو سيمو په شان د افغان کډوالو کمپونه هم له دغه ګواښ سره مخ دي، د زاخېلو په نوم د کډوالو په هغه کمپ کې چې د اوسېدونکيو په وينا يې شپاړس زره کورنيو په کې ژوند کاوه او دا مهال په بشپړه توګه زیانمن شوی د ګڼ شمېر مړو څارويوجسدونو د ډېرې بدبويۍ د رامنځته کولو ترڅنګ د سينه بندۍ، خارښ، دانو، اسهال او نورې ناروغۍ هم رامنځته کړي.

دغه کمپ ته څېرمه د يوې مرستندويې ادارې د وړيا صحي مرکز يوتن ډاکتر رحيم الله شرافت د دغه کمپ اوسېدونکيو ته د ورپېښو ناروغيو په اړه ازادي راډیو ته داسې وویل:

"د دغه کمپ يو زیات شمېر اوسېدونکي په نس ناستي، خارښ، دانو او نورو ډېرو ناروغیو اخته دي، چې ستر لامل يې همدا مړه څاروي او د اوبو ډنډونه دي."

له طبعي پېښو سره د مبارزې ادارې له خوا په یوه خپره شوې اعلاميه کې ويل شوي، چې وروستيو سيلابونو په خيبر پښتونخوا کې له يوسلو دېرشو زيات روغتونونه او روغتيايي مرکزونه له منځه وړي يا زيانمن کړي، د دې ترڅنګ يې له اتو زرو زيات څاروي هم وړي.

که له یوې خوا په دغه کچه د څارويو له منځه تلو مالدارۍ ته د پام وړ زيان اړولی نو ورسره يې نژدې د هرې سيمې خلک د ډېرو ناروغیو له ګواښ سره مخ کړي

راپور: مجيب الرحمان انګار
XS
SM
MD
LG