د افغانستان مركزي احصايې د هېواد دنفوسو د لومړني شميرې نوې پاليسي ترتيب او ټولو دولتي او نادولتي ارګانونو ته يې وړاندې كړه.
د افغانستان د مركزي احصايي چارواكي وايي، چې دا د هېواد د نفوسو هغه لومړۍ شميرنه ده، چې د دقيقې شميرنې د بهيرلاره به اواره او هغه ټولې ادارې به ترې ګټه واخلي، چې تراوسه د احصايې په هكله كره معلومات نه لري.
د افغانستان د مركزى احصايي رييس عبدالرحمن غفوري د چهارشنبې په ورځ يوې خبري ناستې ته چې د يوشمېر وزارتونو او ځينو موسسو استازي هم په كې وو، وويل، چې دا احصاييه سره له دې چې په بشپړه توګه كره نه ده خو د دولتي او نادولتي ادارو له راتلونكو پروګرامونو سره ډېره مرسته كولى شي.
"د احصايي لومړنۍ شميرنې ته د لاس رسي پاليسي له نن څخه وروسته اجرا كيږي، په دې احصاييه كې د خلكو هويت نه دى څرګند خو د احصاييې غړي په هره سيمه كې كور په كور ګرځيدلى او د يو لړپوښتنو له لارې يې دا معلومات راټول كړي دي."
سره له دې چې د هيواد د نفوسو كره شميرنې ته څو ځلې تدابير نيول شوي دي خو ويل كيږي، چې له كابو څلوېښتو كالو راهيسې په افغانستان كې د نفوسو كره شمېره نه ده ترسره شوې او اكثره ادارې وايي، چې دوى د دغې نيمګړتيا له امله د دوى پروګرامونه په سمه توګه نه شي تنظيمولى.
د كابل پوهنتون استاد فضل احمد جويا وايي، دا احصاييه كه څه هم كره نه ده خو بياهم كولى شى، د هېواد د وګړو كره احصايې ته زياتې اسانتياوې برابرې كړي. ښاغلى جويا وايي:
"د دې پاليسي څخه په ګټې اخيستنې دولت او نورې موسسې كولى شي د اقتصادي او پراختيايي پروګرامونه طرحې جوړې كړي ، دا ځكه چې كره شمېره ترتيبول ډېر وخت او ډېر كارغواړي."
ښاغلی جويا داهم وايي، افغانستان تراوسه د احصايې د نړيوالې ادارې غړيتوب نه لري او علت يې هم همدا دى، چې په دې هېواد كې مربوط ارګانونه نه دي توانيدلي، چې د هېواد د خلكو كره شميره نړۍ ته وړاندې كړي.
دا هم ويل كيږي، چې د احصايې د كره شميرې نه بشپړيدلو ډېرو پراخيتايي پروژو ته ستونزې پيښې كړي دي.