د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۸ وری ۱۴۰۴ کابل ۱۰:۴۷

پنجشنبې د چنګاښ ۱۷ مه


راه نجات ورځپاڼې د افغانستان په كورنيوچارو كې د ځينو ګاونډېوهېوادونو د لاس وهنو په اړه تبصره كړې.
راه نجات ورځپاڼې د افغانستان په كورنيوچارو كې د ځينو ګاونډېوهېوادونو د لاس وهنو په اړه تبصره كړې.

په كابل كې نننيو ورځپاڼو د افغانستان په اړه بېلابېل مطالب او تحليلونه خپاره كړي چې زموږ همكار په لاندېني يوه مطلب كې رانغاړلي دي.

راه نجات:

راه نجات ورځپاڼې د افغانستان په كورنيوچارو كې د ځينو ګاونډېوهېوادونو د لاس وهنو په اړه تبصره كړې.

د مقالې ليكوال د پاكستان د پخواني صدراعظم نوازشريف ځينې څرګندونې را اخيستې چې ويلي يي دي پاكستان دې د افغانستان په چارو كې مداخله بنده كړي.

ورځپاڼې د دې پاكستاني سياستوال له قوله ليكلي چې له طالبانوڅخه د پاكستان د ملاتړ تېر سياست ناكامه وو او له دې وروسته هم بريالى كېداى نه شي.

په مطلب كې راغلي چې د نوازشريف دا څرګندونې په داسې حال كې كيږي چې هره ورځ نا امنۍ لاپسې ډيريږي.

راه نجات په افغانستان كې د بهرنيو ځواكونو د حضور په اړه هم تبصره كړې او ويلي يي دي چې له دې هېواد څخه د نړېوالو ځواكونو وتلو ته د مهال ويش ټاكنې لپاره اوس مناسب فرصت نه دى.

د مقالې ليكوال په دوام كې ويلي، چې په سيمه او نړۍ كې د تروريزم خطرجدي دى او بايد ورته رسيدګي وشي.

انيس:

انيس دولتي ورځپاڼې د خپلې نننۍ ګڼې په لومړي مخ كې كابل ته د امريكا د كانګرس د يوه پلاوي د راتګ په اړه ليكنه خپره كړې.

ورځپاڼې ويلي چې د افغان چارواكو او د دې امريكايي پلاوي په ليده كاته كې تر ډيره په افغانستان كې د اداري فساد په وړاندې د مبارزې او په دې برخه كې په همكارېو ټينګار شوى.

انيس په خپلې سرمقالې كې د غزني ښارد تمدن او له اسلامي ثقافت سره د دې ښار د تړاو په اړه يومطلب خپوركړى او ليكلي يي دي چې بايد دغزني ښار د بيارغونې لپاره ډيرې مرستې ترسره شي ترڅو دا ښار وتوانيږي په دوه زره ديارلسم ميلادي كال كې د اسلافي ثقافت او تمدن په مركز بدل شي.

سرنوشت:

سرنوشت ورځپاڼې د افغانستان په جنوب كې د امنيتي وضعې په اړه ليكنه خپره كړې اوپه هلمند ولايت كې موجوده وضع څيړلې ده.

د ورځپاڼې په مقالې كې راغلي چې بريتانوي ځواكونه د هلمند ولايت له سنګين ولسوالۍ څخه وځي او پرځاى يې امريكايي ځواكونه په دې ولسوالۍ كې ميشت كيږي.

د راه نجات د مقالې ليكوال وړاندې ليكلي كوم خوزښت او فعاليتونه چې بريتانوي ځواكونو په سنګين كې كړي خلك له دې سيمې نه د دوى وتلو ته په ښه سترګه ګوري.

خو د مقالې ليكوال اندېښنه ښودلې چې داسې فكركېده چې په سنګين ولسوالۍ كې بريتانوي ځواكونو نا امنۍ رامنځ ته كړې وې او اوس به هغوى چيرته ځي اوهغه سيمه به هم نا امنه كړي.

سرنوشت د بهرنيو ځواكونو د هوايي حملو په اړه هم تبصره كړې او ويلي يي دي چې لا هم د هوايي بمبارېو له امله تلفات موجود دي.

دې ورځپاڼې په غزني ولايت كې د بهرنيو ځواكونو په هوايي بمبارېو كې د ملي اردو د شپږ تنو سرتېرو وژل كېدو ته په اشارې ليكلي چې دا كار نور د منلو وړ نه دى.

ملي ارمان:

د ملي ارمان ورځپاڼې هم د خپل نن ورځې په ګڼې كې د پاكستان د پخواني صدراعظم نواز شريف د څرګندونو په اړه ليكنه خپره كړې او ويلي يي دي چې له طالبانوڅخه د پاكستان د ملاتړ په اړه يوازې د نوازشريف څرګندونې كافي نه دي بلكه د نوموړي هېواد سياست پوهان بايد له طالبانوڅخه د ملاتړ په اړه د پاكستان د استخباراتي شبكې د فعاليتونو په وړاندې ودريږي.

ورځپاڼې په دوام كې ويلي هركله چې د پاكستان له استخباراتي شبكې سره د تروريستانو اړيكې پرې شي نو په افغانستان كې سوله او ثبات ټينګېداى شي.

ورځپاڼې په بله ليكنه كې په افغانستان كې په ښوونځيواو د پوهنې څانګې په كاركوونكو د حملو له امله هم اندېښنه ښودلې او ويلي يي دي چې بايد ددې ډول فعاليتونو مخه ونيول شي ځكه د افغانستان دښمنان يوازې د دولت نه بلكې دليك او لوست دښمنان هم دي.
XS
SM
MD
LG