ويسا:
ويسا ورځپاڼې د خپلې نننۍ ګڼې سرمقاله په افغانستان كې د سولې لپاره په روانوهلو ځلوكښلې ده.
د سرمقالې د ليكوال په باورپه افغانستان كې دننه ځينې كړۍ دي، چې روان بحراني حالت په خپله ګټه بولي او د سولې پر لار كې خنډونه جوړوي.
ويسا په يوه بل مطلب كې د كابل د نړېوال كنفرانس په اړه تبصره كړې اوليكلي يې دي، افغان دولت دغه كنفرانس ته د شاوخوا پنځلس مليارډو ډالرو په ارزښت پراختيايي پروژې وړاندې كوي.
په مطلب كې راغلي، تمه ده چې دغه كنفرانس به په عملي اړخ كې بريالى و اوسي او په نږدې راتلونكې كې يې په افغانستان اوسيمې كې مثبتې پايلې را څرګندې شي.
هېواد:
هېواد دولتي ورځپاڼې د خپلې نننۍ ګڼې په لومړي مخ كې د افغانستان د وزيرانو شورا د وروستۍ غونډې بشپړ راپورخپور كړى دى.
په راپور كې راغلي، د كابل نړېوال كنفرانس ته دوه اهداف ټاكل شوي دي، يو د افغانستان د ملي واكمنۍ بشپړه احيا او بل د نړېوالې ټولنې د همكارۍ په څرنګوالي كې بدلون.
په راپور كې راغلي، د وزيرانو شورا په خپلې وروستۍ غونډه كې د كابل نړېوال كنفرانس ته د افغان دولت وړانديزونه او دريځ وڅيړه، چې په هغې كې د افغان حكومت له لارې د نړېوالو د پنځوس فيصده مرستو د لګښت څرنګوالى شامل دى او په دې هم ټينګار شوى چې نړېواله ټولنه دې هم پنځوس فيصده نورې مرستې د افغان دولت د لومړيتوبونو له مخې ولګوي.
د هېواد سرمقاله په افغانستان كې د اداري فساد په اړه ده، د سرمقالې د ليكوال په باور كه څه هم افغان دولت پر اداري فساد ډيرتورن دى خو په اصل كې ترټولو ډيرفساد په هغو قرادادونو كې كيږي چې نړېوالې موسسې يې د افغان حكومت له اجازې پرته له كورنيو او بهرنيو شركتونو سره ترسره كوي،په سرمقالې كې ټينګارشوى چې هيڅ قرارداد بايد د افغان حكومت له اجازې پرته لاسليك نه شي.
ملي ارمان:
ملي ارمان ورځپاڼې بيا په خپلې سرمقالې كې ليكلي دي، چې په افغانستان كې د ترهګرۍ ستونزه په جګړې سره هوارېداى شي.
د سرمقالې د ليكوال په باوركه چېرې په افغانستان كې وسلوال مخالفين د زرو له لارې كمزوري شي نو ښايي دوى په خپله او سيمه اېز ملاتړكوونكي يې روغې جوړې ته غاړه كيږدي.
خدمتګار:
خدمتګار ورځپاڼې په يوه مطلب كې د افغان چارواكو له قوله ليكلي دي، چې كندهار ولايت ته په نږدې راتلونكې كې د ملي اردو دوه ويشت زره سرتېري استول كيږي.
په مطلب كې تمه ښودل شوې، چې د دغو نوېو سرتېرو په رسېدو سره به د كندهار ولايت په امنيتي وضعيت كې ښه والى راشي.
په مطلب كې په ولسې جرګې كې د جنوبي ولايتونو د ځينو استازو انتقاد هم راخيستل شوى چې ويلي يې دي، د ملي اردو ليكو ته له جنوبي ولايتونو څخه كم ځوانان جذب شوي دي.
راه نجات:
راه نجات ورځپاڼې د خپلې نننۍ ګڼې د لومړي مخ په غټ سرليك كې ليكلي، په افغانستان كې د به د امريكا په ستراتيژي كې بدلونونه راشي.
په مطلب كې په افغانستان كې د بهرنيو ځواكونو د نوي قومندان د يوه سلاكارخبروته اشاره شوې چې ويلي يې دي، دا تغيربه په سياسي برخه كې وي او په افغانستان كې به د دولت د لا مشروعيت لپاره يوه ګټوره سياسي ستراتيژي جوړه شي.