د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۵ کب ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۱۰

ایا د امریکا کانګرس به د ولسمشر کرزي تود هرکلی وکړي؟


ولسمشر کرزی راتلوونکې اوونۍ امریکا ته روان دی.
ولسمشر کرزی راتلوونکې اوونۍ امریکا ته روان دی.

ټاکل شوې چې د افغانستان جمهور رییس حامد کرزی به په راتلونکي اوونۍ کې د امریکا متحده ایالاتو ته سفر وکړي او په سپینې ماڼۍ کې به له جمهور رییس بارک اوباما سره هم وګوري. یو شمېر کارپوهان په دې باور دي، چې دا ځل به جمهور رییس کرزي ته د تېرو وختونو په پرتله تود هرکلی ونه ویل شي او له زیاتو پوښتنو سره ممکن مخامخ شي.

د امریکا کانګرس چې یو وخت یې د افغانستان جمهور رییس حامد کرزي ته د یوه قهرمان په توګه تود هرکلی ویلی و، داسې بریښي، چې د کابل او واشنګټن تر منځ د وروستي سیاسي تاوتریخوالي او ناندرو له وجې ممکن دا ځل د وکیلانو احساسات بل ډول وي.

د کانګرس د ځینو وکیلانو په وینا، دوی به په دې مسالې غور وکړي، چې آیا د افغانستان له جګړې څخه ملاتړ د امریکا په دومره ستر مالي لګښت ارزي؟

جمهور ریس بارک اوباما له کانګرس څخه غوښتي، چې د افغانستان لپاره دې نور ۳۳ میلیارده ډالر هم تصویب کړي تر څو دې هېواد ته د اضافي دېرشو زروعسکرو لګښتونه پرې پوره کړي او څلور نیم میلیارده ډالر به د افغانستان د بیا رغووني او ملکی پروژو لپاره بیل کړي.

خو د جمهور رییس اوباما دې غوښتنې ته تر اوسه کانګرس مثبت ځواب نه دی ویلی او نورو کورنیو مسلو او لګښتونو ته ترجیح ورکوي.

د امریکا په کانګرس کې د ډموکراټ ګوند وکیله نیتا لویي وایي، جمهور رییس کرزی باید زیار وباسي او د کانګرس غړي قانع کړي، چې دی دا توان او ظرفیت لري، چې د امریکا یو بااعتباره دوست او شریک به وي.

نیتا د کانګرس د هغې فرعې کمیټې مشره ده، چې افغانستان ته د جمهور رییس اوباما د اضافي عسکرو او ملکي کارپوهانو د لګښتونو او بودجې څار کوي.

په ۲۰۰۴ میلادي کال کې د امریکا کانګرس د جمهور رییس کرزي تود هرکلی کړی و او هغه مهال نوموړی د موقت حکومت مشر و.

ښاغلي کرزي هغه مهال د امریکا کانګرس ته وینا کړې وه او د نوي افغانستان د جوړولو قوي اراده یې څرګنده کړي وه. د امریکا کانګرس ته د وینا لپاره یوازي خاص بهرني مشران بلل کیږي.

څه موده وړاندې جمهور رییس کرزي واشنګټن ماڼیجن کړ او لویدیځ هیوادونه یې د افغانستان د جمهوري ریاست په انتخاباتو کې په لاس وهنو او درغلیو تورن کړل.

سپینې ماڼۍ د جمهور رییس کرزي دا تورنه رد کړل او خواشینونکي یې وبلل. کرزي دغه راز د ایران جمهور رییس محمود احمدي نژاد چې د امریکا نه دی خوښ، هم کابل ته را وباله او احمدي نژاد د کابل له ارګ نه په امریکا باندې لفظې حملې وکړي.

رویترز لیکي، د جمهور رییس کرزي او سپینې ماڼۍ تر منځ تاوتریخوالی کم شوی او لانجه یې هواره شوې، خو د افغانستان جمهور رییس، چې د دوشنبې په ورځ به واشنګټن ته ورسیږی او له ښاغلي اوباما سره به هم وګوري، د کانګرس د وکیلانو له سختو او ستغو پوښتنو سره ممکن مخامخ شي.

د جمهور رییس اوباما اداره هیله منه ده، چې کرزی به د کانګرس غړیو ته قناعت ورکړي او هغوي به د افغانستان د جګړي بودجه تصویب کړي.

خو سږکال په کانګرس کې د ډموکراټ ګوند وکیلان د بودجې په تصویب زیاته عجله نه کوي او پام یې د اقتصادي او روغتیایي مسلو پشمول، نورو کورنیو اولیتونو ته اړولی دی.

په کانګرس کې د ډموکرات ګوند یو لږ شمېر وکیلان له افغانستان څخه د امریکایي عسکرو د وتلو غوښتنه کوي.

د امریکا په کانګرس کې د ډموکرات ګوند سناتور او د بهرنیو اړیکو د کمیتې مهم غړي رابرټ مینندیز وایي، دی به له ښاغلی کرزي نه د هغو تورونو په اړه پوښتنه وکړي، چې ده په انتخاباتو کې د درغلیو په اړه په امریکا باندې وارد کړي دي.

جمهوریت غوښتونکي سناتوره سوزان کولینس وایي، جمهور رییس کرزی باید د اداری فساد د له منځه وړلو یو څرګند پلان وړاندې کړي.

سناتوره سوزان وایي، زه جمهور رییس کرزي ته ز یات احترام لرم او په دې هم پوهیږم چې ده ته ډیره سخته دنده تر غاړي ده خو د ده په حکومت کې اداري فساد ډېر زیات دی او حتی د ځینو ادعاو په اساس، د ده ورور هم په فساد کې لاس لري.

د امریکا په کانګرس کې د وسله والو خدمتونو د کمیټې مشر سناتور کارل لیفن وایي، د جمهور رییس کرزي د دې هڅو ملاتړ باید وشي، چې غواړي د ټیټې سطحې طالب وسله وال جزب کړي.

سناتور لیفن وایي، جمهور رییس کرزی په دې کار کې مخته شوی او په اصطلاح دی د موټر اکسلیټر دی خو مونږ یې د بریک ځای نیولی دی.
XS
SM
MD
LG