د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۴ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۸:۵۳

جمعه د جنوري ۲یمه


نیویارک ټایمز او میامی هرالد تربیون ورځپاڼو د وسله والو طالبانو د نوې جګړې او د امریکا له خوا افغانستان ته د برېښنا نوي دستګاه په اړه مطالب خپاره کړي، چې زموږ همکار نوریاس نوري یې لنډیز په لاندي مطالبو کې رانغاړي ډي

نیویارک ټایمز ورځپاڼه:

نیویارک ټایمز ورځپاڼه تر دې سرلیک لاندې چی "د خلکو د ملاتړ د ترلاسه کولو لپاره طالبان د خلو فکر او تصور څېړي" یوه مقاله خپره کړې، چې د پیل په کرښو کې یې لیکی، طالبانو یوه روحیاتي او تبلیغاتي پرمختللې جګړه پیل کړې ده، چې په کې درسنیو له پرمختللو وسایلو او ځینو نورو عادي وسایلو څخه په ګټه اخیستو غواړي له ځانه یونرم دریځ وښیي څو په دې توګه د خلکو ملاتړ ترلاسه کړي.

دوی دغه کمپاین د امریکایانو د هغه نوي کمپاین په مقابل کې، چې هدف یې د افغانانو د زړونو او فکرونو خپلول دي، پیل کړی دی.

ورځپاڼه لیکي، ملا عمر په تېر پسرلي کې د یوه دستورالعمل په صادرولو سره د ملکیانو په وړاندې انتحاري حملې، د ښونځیو سوزول او د خلکو د غوږونو ژبو او شونډو پرې کول منع کړي وو.

د ورځپاڼې په وینا د دغه د دستورالعمل د تطبیق نښې نښانې، چې ډيرې لږی لیدل کیږی، دطالبانودغه هڅی طبعا بی مانا دی.
که څه هم طالبانو په کابل ښار د دوشنبې د ورځې په انتحاري حملو کې خلکو ته د پیښې له ځایه د لیرې کېدو خبرداری ورکړی و، خو د ملګرو ملتونو په وینا طالبان تېر کال د ملکي تلفاتو د یوپرڅلورمه برخه مسوول دی.

نیویارک ټایمز لیکي، د طالبانو د وروستۍ وینا په اړه چې ویلې یې دي، له القاعده سره هیڅ اړیکې نه لري او دوی په خپلواکه توګه عمل کوي، شک موجود دی.

دورځپاڼې په وینا دا ځکه، چې د دواړو ډلو مشران په پاکستان کې یو ځای په یوې ساحه کې اوسي او القاعده تراوسه د طالبانو د روزنې او تمویل یوه منبع ده.

میامی هرالد تربیون:

امریکایي میامی هرالد تربیون بله ورځپاڼه د افغانستان په اړه په یوه مطلب کې لیکي، د برېښنا یوه دستګاه چې د امریکایانو د مالیو ۳۰۰ ملیون ډالره پرې لګیدلي، ډېره نیمګړې او خرابه جوړه شوې، چې د افغانستان حکومت یې حتی د چالانوولو لپاره سوچ ته هم فشارنه شي ورکولای.

د افغانستان د بیارغونی د چارو لپاره د امریکا خاص مفتش ویلي، چې دغه پروژه چې په کابل کې موقعیت لري او تراوسه له براورد څخه ۴۰ ملیونه زیات ډالر پرې لګیدلي، کاریې د امریکایي قراردادیانو او د امریکا د حکومت د ناسمو اقداماتو له وجهې ډيرې نیمګړتیاوې لري او بشپړېدل یې یوکال ځنډیدلی دی.

د ورځپاڼې په وینا که دا پروژه کوم وخت په ټول ظرفیت سره فعاله شي، کولای شي د کابل په ساحه کې زرګونو افغانانو ته برېښنا ورسوي په یوه هېواد کې، چې په سلو کې یواځي لس خلک یې د برېښنا له نعمت څخه برخمن دي.

میامی هرالد تربیون ورځپاڼه د مطلب په پای کې د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د ځانګړي مفتش د دفترله قوله لیکي، که دغه دستګاه په مارچ میاشت کې بشپړه هم شي، ډېره لیرې بریښي چې د افغانستان حکومت به وکولای شي ورته د سوند مواد، چې په ملیونونو ډالر لګښت لري، برابرکړي.
XS
SM
MD
LG