د ۴۰ کلن شیخ عیسی مدافع وکیل د جرمني خبري اژانس ته وویل، د محکمې د حکم له مخې، نوموړی په دې عمل ځکه ملزم نه شي پېژندل کېدای، چې ده د جرمي عمل پرمهال درمل خوړلي و.
د روان کال په اپرېل میاشت کې د امریکا اې بي سي ټلویزیون هغه ویډیويي تصاویر خپاره کړل، چې ال نهیان او یو پولیس په ۲۰۰۴ کال کې په قمچینو او مېخ لرونکو تختو د یوه افغان د وهلو ټکولو، بیا د هغه پر زخمونو د مالګې شیندلو او وروسته په خپل موټر پسې د هغه د تړلو او کشولو په حال کې ښيي.
شیخ عیسی په جنسي تجاوز، وهلوټکولو او له خطر سره د یوه انسان د ژوند د مخامخ کولو په تور محاکمه شو.
د ال نهیان مدافع وکیل حبیب الملا وویل، ده د خپل موکل د بې ګناه ثابتولو په خاطر ډېرې هلې ځلې وکړې او بالاخره محکمې هم فیصله وکړه، چې دی د خپل عمل مسوول نه دی، ځکه د دې عمل پر مهال ده د بېسدۍ او درد ضد دوا خوړلې وه.
ښاغلي الملا وویل، چې دا ویډیويي تصاویر له ال نهیان څخه د ګواښ په وسیله د پیسو د ترلاسه کولو په مقصد اخیستل شوي دي.
ویل کېږي دا ویډیويي تصاویر د بسام او غسن نابلسي په نومونو د ال نهیان د تجارت شریکانو اخیستي وو، چې هر یو د محکمې له خوا په پنځه کاله حبس محکوم شوي دي.
د اماراتو د بشري حقونو او قضا ادارې په یوه اعلامیه کې ویلي دي، چې په دې هېواد کې قانون پر ټولو اتباعو یوډول تطبیقېږي او د قوم، هېواد، مذهب، عقیدې او یا ټولنیز موقف له مخې له هېچا سره تبعیض نه کېږي.
شیخ عیسی ال نهیان که څه هم د امیر ورور دی، خو د متحده عرب اماراتو په حکومت کې رسمي مقام نه لري.
د بشري حقونو او قضا د ادارې په اعلامیه کې همداراز د دې تصویرونو خپرول غندل شوي دي.
اعلامیه زیاتوي، چې دا موضوع دواړو اړخونو په خپلو کې سره حل کړې او هېڅ لوری د دې دعوې د دوام هیله نه لري، خو اعلامیې په دې اړه نور تفصیل نه دی ورکړی.