د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۴ چنګاښ ۱۴۰۰ کابل ۰۹:۲۹

نړۍ

پر غزې د اسرایلو د برید لومړۍ کلیزه پوره شوه

نن د حماس تر ادارې لاندې د غزې خلک پر غزې تړانګې د اسراییلي ځواکونو لخوا د خونړۍ حملې لومړنۍ کلیزه یادوي.

په سیمه ایز وخت یولس بجې او شل دقیقې وې، چې په غزې کې هماغه شیبه د خطرزنګ ووهل شو،چې اسراییلي ځواکونو په غزې حمله کړې وه.

د تیر کال په جګړه کې چې دوه ویشت ورځې یې دوام وکړ، یو زرو څلور سوه فلسطنیان او څوارلس اسراییلي سرتیري ووژل شول.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

د اروپايي ټولنې او مسکو غونډه؛ روسیه: په اړه یې د وضاحت تمه لرو

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر د اروپايي ټولنې او مسکو ترمنځ د یوې غونډې د جوړېدو د وړاندیز په اړه ویلي دي تمه لري چې د دې غونډې د اجنډا او هدف په اړه وضاحت ورکړل شي.

سرګي لاوروف پرون د جون په ۲۴مه په مسکو کې یوې خبري غونډې ته وویل چې دی د دې وړاندیز څخه خبر شوی دی: "دا غوښتنه ولې اوس کېږي؟ ښايي په جنیوا کې د پوتین او بایډن له غونډې سره د وخت له پلوه ارتباط ولري. ښايي دا د دې نښه وي چې اروپايان غواړي خپله خپلواکي وښيي. کافي وضاحت نه شته دی او موږ له څه ویلو مخکې باید د دې وړاندیز جزییات ترلاسه کړو."

د امریکا او روسیې ولسمشرانو د جون په ۱۶ مه نېټه سره په جنیوا کې وکتل.

د اروپايي ټولنې د سرمشریزې په درشل کې فرانسې او جرمني د جون په ۲۳مه د اروپايي ټولنې او مسکو د غونډې د جوړېدو وړاندیز وکړ چې د دې ټولنې د ځینو غړو له غبرګون سره مخامخ شو.

امریکايي سفیر جان سولیوان له ۲ میاشتو وروسته مسکو ته ستون شو

په روسیه کې د امریکا د متحدو ایالاتونو سفیر جان سولیوان

په روسیه کې د امریکا د متحدو ایالاتونو سفیر جان سولیوان له دوو میاشتو وروسته مسکو ته ستون شو.

سولېوان پرون د جون په ۲۴مه نېټه اعلان وکړ چې مسکو ته ستون شوی او د امریکا د بهرني سیاست د لومړیتوبونو او د دواړو هېوادونو ترمنځ د پیاوړو او اټکل وړ اړیکو د جوړولو لپاره د سفارت له ټیم سره همکارۍ ته چمتو دی.

د روان کال په مارچ میاشت کې د امریکا ولسمشر جو بایډن وویل چې د ده په باور د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین قاتل دی.

له دې څرګندونو وروسته په واشنګټن کې د روسیې سفیر د سلامشورو لپاره مسکو ته را وغوښتل شو چې هغه هم په دې وروستیو کې واشنګټن ته ستون شو.

بایډن او پوتین د جون په شپاړلسمه د امریکا او روسیې له سرمشریزې وروسته اعلان وکړ چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د عادي کولو په هدف د هڅو په ترڅ کې به سفیران بېرته خپلو ماموریتونو ته ستنېږي.

د امریکا میامي کې یوه ودانۍ نړیدلې؛ ۹۹ کسان لا بې برخلیکه دي

د امریکا په میامي ښار نړیدلې ودانۍ

د امریکا په میامي ښار کې د یوې ودانۍ د نړېدو په پېښه کې لږ تر لږه یو تن مړ شوی او د نورو ۹۹ کسانو د برخلیک په اړه جزییات نه دي ترلاسه شوي.

د چارواکو په وینا پرون پنجشنبه (د چنګاښ ۳مه) نیمه شپه د فلورېډا ایالت په میامي ښار کې د خلکو د استوګنې یوه ۱۲ پوړیزه ودانۍ ونړېده.

د راپورونو له مخې د ژغورونکو ډلو سلګونه کسان په دې پېښه کې د ژوندیو کسانو د موندلو لپاره هڅه کوي. د دې ودانۍ د نړېدو علت نه دی معلوم.

د چارواکو په وینا لږترلږه ۳۵ کسان د ودانۍ له کنډوالو څخه ژغورل شوي خو دا وېره شته چې ښايي ځینې کسان مړه یا تري تم شوي وي.

د میامي دېډ سیمې کمېشنر ویلي چې د ده د اټکل له مخې په دې ودانۍ ۵۱ کسان اوسېدل.

چارواکي وايي، دې ودانۍ له ۱۳۰ زیات اپارتمانونه درلودل چې په شااوخوا اتیاوو کې یې خلک اوسېدل.

اروپايي اتحادیې پر بلاروس د نورو اقتصادي بندیزونو پر لګولو سلا وکړه

بروکسل کې د اروپايي اتحادیې د مشرانو غونډه

د اروپايي اتحادیې مشرانو په بلاروس کې د خلکو د ځپلو د پای ته رسېدو د غوښتنې ترڅنګ پر دغه هېواد د نورو اقتصادي بندیزونو پر لګولو سلا وکړه.

دوی نن د بروکسل په غونډه کې د بلاروس د زورواک واکمن الکساندر لوکاشینکا د رژیم پر لویو عایداتي سرچینو او د دغه هېواد د اقتصاد پر کلیدي سکټورونو بندیزونه تصویب کړل.

د لوکاشینکا رژیم د تېر کال د اګسټ میاشتې له لانجمنو انتخاباتو راوروسته په دې خاطر تر نړیوال فشار لاندې دی چې سیاسي مخالفان او خپلواکې رسنۍ په بې‌رحمانه ډول ځپي.

نیویارک ټایمز: د ایران پر اټومي مرکز برید بې پیلوټه الوتکې کړی

ارشیف

نیویارک ټایمز ورځپاڼې د ایراني سرچینو پر اساس راپور ورکړ چې کرج ښار ته نژدې د ایران د اټمي انرژۍ پر مرکز برید د یوې کوچنۍ بې پېلوټه الوتکې په وسیله شوی دی.

له دې راپور سره سم، تراوسه پورې په کرج کې د ایران د سانتریفیوژونو د ټکنالوژۍ پر شرکت د حملې مسوولیت لا هېچا په غاړه نه دی اخیستی.

یوې خبرې سرچینې نیویارک ټایمز ته ویلي چې بې پېلوټه الوتکې په کرج کې د ایران د اټمي انرژۍ د ادارې د ودانۍ له شااوخوا ځایونو برید کړی دی.

ایراني رسنیو پرون چهارشنبه (د چنګاښ ۲مه) د خپل هېواد په اټمي مرکز کې د ورانکارۍ خبر ورکړی و.

مریم نواز د عثمان کاکړ د مړینې په اړه د پلټنې غوښتنه وکړه

د پاکستان د مسلم لیګ (ن) ډلې مرستیال مشرې او د پخواني صدراعظم نوازشریف لور مریم نواز

د پاکستان د مسلم لیګ (ن) ډلې مرستیال مشرې او د پخواني صدراعظم نوازشریف لور مریم نواز د دغه هېواد د پارلمان د غړي عثمان کاکړ د مړینې په اړه د پلټنو غوښتنه وکړه.

دې پرون په اسلام اباد کې خبریالانو ته وویل، که د عثمان کاکړ د مړینې په اړه پوښتنې او شکونه کېږي نو باید چې په دې برخه کې پلټنه وشي.

د عثمان کاکړ کورنۍ، پښتونخوا ملي عوامي ګوند او د حکومت نورو مخالفو ګوندونو د نوموړي د مرګ په اړه شکونه څرګند کړي او ویلي یې دي چې کاکړ په خپل ژوند کې ویلي و چې استخباراتي ادارې د مرګ خبرداری ورکوي.

د پښتونخوا عوامي ملي ګوند مشر محمود خان اڅکزي پرون چهارشنبه (د چنګاښ ۲مه) د عثمان کاکړ د جنازې په مراسمو کې وویل، چې هغه وژل شوی دی.

عثمان کاکړ تېره اوونۍ په خپل کور کې له بې هوشه کېدو وروسته روغتون ته یو وړل شو او د دوشنبې په ورځ یې ساه ورکړه.

ډاکترانو ویلي چې د سر کیڼې خوا یې ګوزار خوړلی دی.

نیوزیلنډ د ټېسټ کرکټ د نړیوال جام اتل شو

د نیوزیلنډ د کرکټ لوبډله

نیوزیلنډ د ټېسټ کرکټ د نړیوال جام اتل شو. دې پنځه ورځنۍ لوبې د انګلستان په سوت ایمپټن کې د باران له امله شپږ ورځې ونیولې.

نیوزیلنډ په دې پایلوبه کې تېره ورځ هند ته په اتو وېکټو ماتې ورکړه.

دا په نړۍ کې لومړی ځل دی چې د ټېسټ لوبو پایلوبه کېږي.

د دې لوبو لړۍ د دوه زره نولسم کال په اګست کې پيل شوې وه چې د امتیازونو په ترڅ کې هند او نیوزیلنډ فاینل ته رسیدلي وو.

د کرکټ د نړیوال ټېسټ لوبو بل دوربه د روان کال په اګسټ کې پيل شي او تر دوه زره درویشتم کال پورې به هغه دوه لوبډلې په کې معلومې شي چې پایلوبې ته وځي.

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر: عثمان کاکر قصدي وژل شوی

عثمان کاکړ

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي تور پورې کړ چې د ده د ګوند ایالتي مشر عثمان کاکړ قصدي وژل شوی دی.

ښاغلي اڅکزي دا خبره پرون چهارشنبه (د چنګاښ ۲مه) د بلوچستان په مسلم باغ کې د عثمان کاکړ د جنازې د مراسمو پرمهال وکړه: "عثمان خان په ناجوړۍ نه دی مړ. د ناجوړۍ په دوران کې له ده سره ظلم شوی دی، جبر شوی دی ځکه دې قوم اعلان کړی دی چې زموږ د شهیدانو په لاره کې یو بل غمی وپییل شو."

ښاغلي اڅکزي د پاکستان استخباراتي ادارې تورنې کړې چې د عثمان کاکړ په وژلو کې لاس لري او زیاته یې کړه چې کاکړ په مشرانو جرګه کې دا خبره کړې وه چې ده ته خبرداری ورکړل شوی دی چې د پښتنو د حقونو د دفاع له خبرو لاس واخلي.

عثمان کاکړ تېره اوونۍ په خپل کور کې بې سده شو، بیا روغتون ته انتقال شو او د دوشنبې په ورځ د شپیتو کلونو په عمر وفات شو.

ډاکټرانو څرګنده کړې ده چې د عثمان کاکړ د سر چپې خوا ضربه لیدلې وه.

د بلوچستان د حکومت ویاند میرضیا لانګو ویلي دي، عثمان کاکړ په طبیعي ډول وفات شوی دی.

د اروپایي ټولنې مشران به خپله سرمشریزه کې پر یو شمېر مسایلو وغږیږي

د اروپايي ټولنې بیرغونه

د اروپایي ټولنې مشران به په هغه دوه ورځنۍ سرمشریزه کې چې نن پنجشنبه (د چنګاښ ۳مه) یې پیلوي، له روسیې سره د اړیکو د پاللو په اړه پر نوې ستراتیژي او د هنګري د همجنسپالانو او نورو جنسیتي اقلیتونو د نوي لانجمن قانون په اړه چې د ښوونځي په درسي نصاب کې په دې اړه له موادو څخه پر استفادې بندیز لګوي، خبرې وکړې.

د اروپايي ټولنې مشران به پر دې مسالې چې ایا د نوې ستراتیژۍ په چوکاټ کې د روسیې له ولسمشر ولادمیر پوتین سره یوه غونډه را وبولي او که نه، هم خبرې وکړي.

دغه وړاندیز د فرانسې او جرمنې استازیو په وروستۍ شېبه کې دغې سرمشریزې ته د یوې احمتالي حل لارې په توګه وړاندې کړ چې که دا غونډه وکولای شي له روسیې سره د دې ټولنې اړیکې چې د لا خرابېدو پر خوا روانې دې، ورغوي.

خو یو شمېر اروپایي ډیپلوماتانو ویلي چې تر هر ډول یوې غونډې مخکې باید په اړیکو کې پرمختګ شوی وي او د دې ټولنې په تېره بیا د ختیځې اروپا یو شمېر غړي بیا له کرملین سره خبرو ته اندېښنه لري.

پاکستان کې د لشکر طیبه بنسټګر حافظ سعید کور ته څېرمه چاودنې ۳ تنه ووژل

پاکستان کې د لشکر طیبه بنسټګر حافظ سعید کور ته څېرمه چاودنه

پاکستاني چارواکي وايي، د پنجاب ایالت په مرکز لاهور ښار کې یوې زورورې چاودنې نن لږترلږه ۳ تنه وژلي او ۱۴ نور ژوبل کړي دي.

د پولیسو په وینا، په چاودنه کې چې د لشکر طیبه د سخت‌دریځې ډلې د بنسټګر حافظ سعید کور ته څېرمه په یوه امنیتي پوسته کې وشوه، د پولیسو ترڅنګ ملکي وګړي هم شامل دي.

تر اوسه پورې هېڅ ډلې د دې چاودنې مسؤلیت په غاړه نه‌دی اخیستی.

بلېنکن نن د لیبیا د سولې په خبرو کې ګډون کوي  

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن نن چهارشنبه(د چنګاښ ۲مه) د لیبیا د سولې په خبرو کې ګډون کوي.

دا خبرې د امریکا د اروپايي شریکانو او د لیبیا د ملي یووالي د حکومت د استازو په ګډون د جرمني په برلین کې کېږي.

ملګرو ملتونو د لیبیا د ملي یووالي حکومت په رسمیت پېژندلی دی.

د لیبیا لپاره د امریکا ځانګړي استازي ریچارد نورلنډ ویلي چې امریکا او اروپايي شریکان به یې د دې حکومت د ملاتړ پخلی وکړي او له دې هېواده به د بهرنیو جګړه مارو پر وتلو ټینګار وکړي.

ټاکل شوې ده چې د دسمبر په ۲۴مه نېټه په لیبیا کې عام انتخابات وشي.

د مجازي پیسو 'بیټ کواین' بیه تر ۳۰ زره ډالرو ټیټه شوه

ارشیف

د بیټ کواین یا مجازي پیسو بیه پرون سې شنبه (د چنګاښ ۱مه) تر ۳۰ زره ډالرو ټیټه شوه؛ دا په داسې حال کې ده چې د سږ کال په اپریل کې د هر بیټ کواین بیه تر ۶۵ زره ډالرو پورې رسېدلې وه.

په تېرو دوو میاشتو کې د بیټ کواین ارزښت نیمايي ته راکښته شوی، خو لا هم د روان میلادي کاله د پیل په پرتله په سلو کې ۱۱ لوړ دی.

راپورونه ښيي چې د نورو مجازي پیسو ارزښت هم مخ په کمېدو دی.

امریکا د ایران د دولت اړوندې لسګونه خبري وېب پاڼې بندې کړي

د ایران او امریکا ګډ بیرغونه

امریکايي چارواکو د امریکا له بندیزونو د سرغړونو په تور د ایران د دولت اړوندې لسګونه خبري وېب پاڼې چې د دوی په وینا اکثرو یې ناسم معلومات خپرول او یا یې له تروریستي ډلو سره اړیکې لرل، بندې کړي دي.

د امریکا د عدلیې وزارت په یوه بیان کې چې تېر ماښام خپور شو ویلي، ۳۳ وېب پاڼې چې د ایران د اسلامي جمهوریت راډیو او ټلوېزیون خپرولې او درې نورې چې د ایران د اړوندې وسله والې ډلې کتایب حزب الله له خوا خپرېدلې بندې شوي دي.

د بهرنیو شتمنیو د کنټرول په نوم د امریکا حکومتي ادارې تېر کال تور ولګاوه چې د اسلامي جمهوریت راډیو او ټلوېزیون د سپاه پاسداران ډلې د قدس ځواک له خوا اداره کېږي.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د سوریې پر بشري وضعیت بحث کوي

د سوریې کډوال

په پام کې ده چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا نن چهارشنبه (د چنګاښ ۲مه) د سوریې پر بشري وضعیت بحث وکړي.

په دې ترڅ کې به سوریې ته د ترکیې له لارې د دې مرستو د رسولو په اړه چې روسیه مخالفت ورسره کوي هم خبرې وشي.

امنیت شورا تېر کال هغه طرح تایید کړه چې له مخې یې یوازې له ترکیې د باب الحوا له سرحدي سیمې څخه د سوریې ادلیب سیمې ته چې د وسله والو مخالفینو په ولکه کې ده، بشري مرستې استول کېږي.

دا طرح چې د روسیې له وړاندیز سره یې هم سمون درلود، د دولسو میاشتو په مخه عملي شوه، خو اوس چې د دې موافقې مهلت د جولای په لسمه پای ته رسېږي، د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش او ډېر شمېر نور هېوادونه غواړي دا لاره باید پرانیستې پاتې شي.

د اسوشیټېډ پرېس خبري اژانس د راپور له مخې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف ښاغلي ګوترېش ته ویلي، د یاغيانو تر ولکې لاندې د سوریې د شمال لویدیځ سیمو ته د بشري مرستو رسول د دې هېواد د کړکېچنو سیمو له لارې هم ممکن کار دی.

په راپور کې د لاوروف له قوله ویل شوي چې روسیه به د باب الحوا له لارې د بشري مرستو د رسولو د طرحې مخنیوی وکړي.

اټکل کېږي چې د دې لانجې پر سر به د امنیت شورا په نننۍ غونډه کې یو ځل بیا د سوریې د متحدې روسیې او چین پر وړاندې سخت مخالفتونه را اوچت شي.

د نازيانو یرغل؛ پوتین د شوروي اتحاد قربانۍ وستایلې

د روسیې ولسمشر پوتین

د روسیې ولسمشر پر پخواني شوروي اتحاد د نازيانو د یرغل د اتیایم کال د پوره کېدو په مناسبت وینا کې، د شوروي اتحاد قربانۍ وستایلې.

ولادمیر پوتین د اړیکو د ترینګلتیا په اوج کې پرون سې شنبه (د چنګاښ ۱مه) ادعا وکړه چې د اروپا امنیت په ډراماتیک ډول خراب شوی دی.

وروسته له هغې چې روسیې په ۲۰۱۴میلادي کال کې د اوکراین کریمیا ټاپو وزمه له خپلې خاورې سره الحاق کړله، له لوېدیځ سره د روسیې اړیکې د سړې جګړې د پای د مهال په څېر تر ټولو ټیټې سطحې ته رسېدلې دي.

نازي جرمني له مسکو سره د تړون له لاسلیک سره- سره د ۱۹۴۱میلادي کال د جون پر ۲۲مه په ناڅاپي ډول پر پخواني شوروي اتحاد حمله کړې وه.

پخوانی شوروي اتحاد او په لوېدیځ کې یې نور متحدان توانېدل تر څلورو کلونو وروسته په تدریجي ډول جرمني شاتګ ته اړ باسي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG