د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۱:۲۲

د امریکا یوه امنیتي خصوصي کمپنۍ له سي ای اې سره همکاري کوي


د بلک واټر په نوم امنیتي خصوصي کمپنۍ د امریکا د استخباراتو له مرکزي ادارې سره د یوه تړون له مخې په افغانستان کې فعالیت کوي.

د بلک واټر په نوم دامنیتي خصوصي امریکایۍ کمپنۍ فعالیت نن سبا تر عراق په افغانستان کې ډیر محسوس دی. د نیویارک ټایمز ورځپاڼه د امریکا د استخباراتي مامورانو په وینا څرګندوي چې دغه کمپنۍ د امریکا د استخباراتو د مرکزي ادارې ، سي آی اې په عملیاتو کې برخه اخلي.

د بلک واټر خصوصي کمپنۍ پر قراردادیانو په عراق کې مخکې تور پورې شوی و چې خشونت یې کړی او په دوه زره اووم کال کې یې په بغداد کې اوولس ملکیان وژلي و. له دې کمپنۍ سره د امریکا سفارت کړی تړون د روان کال د مې په میاشت کې فسخ کړ.

د دغې کمپنۍ کسان ضربتي عمل کوي ، چیرته چې عملیات کوي نو هدف یې دا دی چې ژر تر ژره خلک ونیول شي یا له منځه یووړل شي. د سي ای اې د یوه پخواني چارواکي په وینا چې نوم یې نیویارک ټایمز ورځپاڼې نه دی اخیستی ویل شوي، له بلک واټر سره د امریکا د استخباراتو مرکزي اداره نژدې اړیکي لري او داسې ښکارې چې په راتلونکې کې به له دغې خصوصي کمپنۍ سره د سي ای اې روابط نور هم پراخ شي. خو د سي اې اې د مسوولانو په وینا نیویارک ټایمز ورځپاڼه لیکي چې د امریکا د استخباراتو د مرکزي ادارې په مخفي عملیاتو کې بیا د ګډون لپاره له بلک واټر کمپنۍ سره تړون نه دی شوی.

پنځه کاله مخکې د بلک واټر له خصوصي امنیتي کمپنۍ سره سي اې اې داسې تړون لاسلیک کړ چې د القاعده شبکې مشران له منځه یوسي.
د سي ای اې مشر لیون پانیتا دغه تړون د روان کال په اوړي کې فسخ کړ او امریکایي چارواکي وایي چې اوس داسې څه پلان نه شته چې ورته تړون دې بیا لاسلیک شي.

د امریکا د سمندري ځواکونو پخوانی صاحب منصب ایرک پرینس چې د بلاک واټر کمپنۍ مشري کوي وایي، له سي ای اې سره د دغې کمپنۍ د اړیکو خبره اوس علني ده، ټول خلک ترې خبر دي، خو ما خپل ځان او خپله کمپنۍ د یو شمیر ډیرو خطرناکو ماموریتونو له پاره د سي ای اې په اختیار کې پرې ایښې ده.
XS
SM
MD
LG