د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۱ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۳:۱۱

لویدیځ یو ځل بیا په افغانستان کې اداري فساد ته اندیښنې څرګندې کړې


د امریکا د متحد ایالاتو د بهرنیو چارو وزیرې، د ناټو عمومي منشي او د بریتانیا صدراعظم له افغان حکومته وغوښتل چې د اداري فساد د مخنیوي لپاره خپلې هلې ځلې زیاتې کړي.

د امریکا متحد ایالات په افغانستان کې اداري فساد او کمزوري حکومت ته اندیښنې لري. د امریکا د بهرنیو چارو وزیرې وویل چې دغه دوه اندیښنې یې د افغان ولسمشر حامد کرزي له ادارې سره مطرح کړې دي.

هیلري کلنټن د واشنګتن پوسټ ورځپاڼې د دې رپوټ له تاییدولو انکار وکړ چې په کابل کې د امریکا سفیر افغانستان ته د نورو امریکایي عسکرو له استولو سره مخالفت کړی دی او په یوه بیان کې یې ویلي دي چې هغه وخت دې نور عسکر واستول شي چې د حامد کرزي حکومت د اداري فساد مخه ونیسي او خپله اداره پیاوړې کړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیرې بیا وویل چې موږ انتظار یو چې ولسمشر کرزی خپل نوی حکومت جوړ کړي او داسې پریکړې وکړي چې پکې د خپلو خلکو په ګټه د ده د دوهمې دورې له اړتیاو سره سم ګامونه اخیستل شوې وي .

هیلري کلنټن زیاته کړه چې زما په فکر د اداري فساد مساله د افغانانو زړونو ته لاره کړې ده ، که یې مخه ونیول شي خلک به پر حکومت اعتماد پیدا کړي او دا به ومني چې حکومت د دوی لپاره کار کوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیرې بیا د افغانستان د حکومت د ستونزو په اړه د امریکایانو اندیښنو ته اشاره وکړه او ویې ویل چې یو شمیر مشران د افغانستان په حکومت کې اداري فساد، په کارونو کې نه شفافیت، کمزوري حکومت دارۍ او د قانون نه حاکمیت ته اندیښنې لري چې زه هم د دوی نظر تاییدوم ، ځکه چې اداري فساد دغه ټولنه تباه کوي.

د افغانستان د بیا رغونې لپاره د امریکا ځانګړی مسوول ارنولډ فیلډز ازادۍ راډیو ته وویل چې د اداري فساد مساله ډیره مهمه ده:

((موږ غواړو چې هغو ته ډاډ ورکړو چې د بیا رغونې له دې بهیر سره مرستې کوي، تراوسه امریکا د څلویښت میلیارډه ډالرو ژمنه کړې ، یوه برخه یې لګیدلي او یوه برخه یې لا نه دي مصرف شوي، همداراز درې شپیته میلیارده ډالره د نورې نړیوالې ټولنې مرستې دي، نو د دې لپاره چې پوه شو چې دا پیسې د هغو مقاصدو لپاره استعمالیږي چې ورته ټاکل شوې دي، باید اطمینان پیدا کړو))

ارنولډ فیلډز چې پخوانی تورن جنرال وایي چې لاهم د حامد کرزي په مشرۍ حکومت ته هیله لري چې د اداري فساد مخه به ونیسي.

خو له دغو اندیښنو سره سره د امریکا د بهرنیو چارو وزیره هیلري کلنټن د فلیپین په مرکز مانیلا کې دا ونه ویل چې د اداري فساد د مخنوي مساله د بارک اوباما په ستراتیژۍ کې د یوه اصل په توګه شامله شوې ده.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیرې همداراز پر دې ټینګار وکړ چې د افغانستان حکومت باید د امنیت په برخه کې ډیر مسوولیت په غاړه واخلي. افغانانو ته د امنیت د سپارلو مساله د بریتانیا د صدراعظم او د ناټو د سرمنشي اندرس فوګ راسموسن په خبرو کې هم وڅیړل شوه.

له دې خبرو وروسته ښاغلي راسموسن د بریتانیا سکای تلویزیون ته په مرکه کې وویل، موږ دواړو موافقه وکړه چې په افغانستان کې غوره لاره دا ده چې افغانان په خپله د امنیتي چارو مسوولیت په غاړه واخلي.

د ناټو عمومي منشي وویل، دا کار هغه وخت ممکن دی چې قواوې ځواکمنې شي او اوس د روان میلادي کال په پيل کې هم په ځینو برخو کې دا امکانات شته چې د ناټو او ایساف ځواکونو په سلامشورې امنیتي مسوولیت افغان ځواکونو ته وسپارل شي.

د بریتانیا صدراعظم ګورډن براون بیا وویل زموږ ځواکونه به د اوړي په پيل کې د هلمند د یو شمیر سیمو امنیت افغان ځواکونو ته وسپاري خو تر هغو چې افغان ځواکونه روزل کیږي باید ډير بهرني عسکر په افغانستان کې پاتې شي.

د ناټو سرمنشي اندرس فوګ راسموسن بیا وویل چې افغانستان ته دنورو عسکرو د استولو په برخه کې ده تر اوسه پریکړه نه ده کړې خو ډیر ژر به دا مساله روښانه شي خو د ده په وینا په لویدیځ کې یو مهم شرط دا دی چې په افغانستان کې د اداري فساد مخه ونیول شي.
XS
SM
MD
LG