پخوا تر دې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ځانګړي استازي كای ايډه پر ولسمشر كرزي غږ كړې و، چې په خپلې نوې كابيني كې دې جنګ سالارانو ته ځای نه وركوي، تر څو نړېواله ټولنه ورسره په ډاډه زړه مرستې وكړي.
له بل لوري د بريتانيا صدراعظم ګورډن براون هم ولسي جرګې ته په خپلې مهمې وينا كې وويل، چې بې كفايته خلك او جنګ سالاران بايد په راتلونكي افغانستان كې ځای ونه لري او بايد، چې كرزی خپله اداره له فساد څخه پاكه كړي.
خو د بهرنيو چارو د وزارت وياند ظاهر فقیري د شنبې په ورځ له ازادۍ راډيو سره په يوې ځانګړي مركې كې وويل، چې خبري او سلا مشورې د افغانستان د راتلونكي حكومت لپاره ګټورې دي خو په دې خبرو كې بايد د افغانستان ملي حاكميت ته درناوۍ وشي:
"په دغه وروستي ورځو کې لیدل کیږي، چې ځینو دیپلوماتیکو حلقو او ځیني تبلیغاتي اژانسونو د افغانستان په چارو کې لاس وهنه کوي او د کابیني د ټاکنو لپاره احکام صادروي، چې دا موږ د ملي حاکمیت د احترام څخه سرغړونه بولو."
اوس مهال افغانستان په نړې كې پنځم هېواد دی، چې په دولتي ادارو كې يې په پراخه توګه فساد شته.
د بهرنيو چارو د وزارت وياند وايي، چې حامد كرزی د راتلونكو ۵ كلونو لپاره په خپل حكومت كې د قانون د پراختيا او له فساد سره د مبارزې لپاره پراخه پروګرامونه په پام كې لري.
بل لورته د سياسي چارو افغان كار پوه وحيد مژده په دې باور دی، چې اوس مهال افغان حكومت د نړېوالې ټولنې تر فشار لاندې دي او دا په دي معني ده، چې بايد حامد كرزی د هېواد په چارو كې په خپل سر تصميم ونه نيسي:
"زه فکرکوم، چې لویدیځ هېوادونه غواړي دا سې یومساله مطرح کړي، چې که حامدکرزی یې ونشي کولای نو دوی به ورسره خپلې مرستې کمې کړي."
په داسې حال كې، چې په افغانستان كې نوی حكومت د جوړېدو په حال كې دی خو خلك له ولسمشر كرزي څخه تمه لري، چې خپل وزيران او دولتي چارواكي دې د وړتيا صداقت او پاكۍ له مخې وټاكي.
وروسته تر هغې، چې د تېرې دوشنبې په ورځ حامد كرزي د افغانستان د ولسمشر په توګه اعلان شو نو د امريكا جمهور ريس بارك اوباما هم پرې غږ وكړ چې تر شپږو راتلونكو مياشتو پورې دې خپله اداره له فساد څخه پاكه كړي .
خو دا لا ښكاره نه ده چې حامد كرزۍ به له دي ټولو ستونزوسره څنګه مبارزه وكړي ؟