داموضوع په واشنګټن کې دازادی راډیو خبریال اندري ایف ټولي په یوه راپور کې څیړلې چې نوریاس نوري یې مهمې برخې وړاندې کوي.
دامریکا د بهرنیو چارو وزیره هیلري کلینټن پاکستان ته تللی چې له دولتي چارواکو، د مدنې ټولنو له مشرانو، سوداګرو اوهم د اپوزیسیون له مشرانو سره وګوري.
د بهرنیو چارو وزارت دامنیتي دلایلو په خاطر د دې سفر جزیات نه دي په ډاګه کړي اونه یې هم د مهال ویش په هکله څه ویلي، یوازې د هغو مسایلو یادونه یې کړې چې تمه ده کلینټن به پرې د پاکستان له ملکي او پوځي مشرانو سره خبرې وکړي.
اسلام اباد ته د کلینټن له رسیدو سره سم په پیښور ښارکې بمې چاودنې یوځل بیا دا ثابته کړه چې د دې هیواد د امنیتي وضعیت په اړه اندیښنې پرځای دي.
په دی چاودنه کی څه باندې ۹۰کسان ووژل شول او څه باندې ۲۰۰ نور ژوبل شول.
د چاودنې په مهال کلینټن په اسلام اباد کې وه اوپه اړه یې په خبرو کې چې د پاکستان د خبري چینلونو له خوا په ژوندۍ بڼه خپریدې وویل، غواړم تاسو په دې پوه شۍ چې دا جګړه یوازې د پاکستان جګړه نه ده، دا زموږ جګړه هم ده.
کلینټن له خپل پاکستانی سیال شاه محمود قریشي سره له خبرو وروسته په اسلام اباد کې په یوه ګډ خبري کنفرانس کې وویل:
((موږ په دې جګړه کې د پاکستان د پوځ زړورتیا ستایواو ژمن یو چې د پاکستان له خلکو سره اوږه په اوږه دغه مبارزه چې په هیواد کې دسولې او امنیت لپاره ده، پرمخ یوسو.) )
اسلام اباد ته د کلینټن له لومړني سفر سره سم د پاکستان پوځ د هیواد په شمال لویدیځو غرنیو سیمو کې دالقاعده او وسلوالو طالبانو پرضد پراخ تهاجمي عملیات پیل کړي چې واشنګټن یې هم هرکلی کړی دی.
خو له دې سره موازي په پاکستان کې امریکایي ضد احساسات هم اوج ته رسیدلي .
له پاکستان سره دامریکا د اونیم ملیارډ ډالرود مرستی لایحې هم دغه احساسات لاپسی پارولي دي. ډیر پاکستانیان دغې مرستې ته چې د کیری لوګر لایحی نوم ورکړل شوی، اوپه کی شرایط وضع شوي، پر ملی حاکمیت د تیری په سترګه ګوري.
دواشنګټن د بروکینګس د پالیسیو په تحقیقاتی مرکز کی د جنوبی اسیا د چارو څیړونکی سټیفین کوهین وایی پاکستان په دوو کې بند پاتې دی له یوې خوا له امریکا بیزاره دی خوله بلې خوا یې مرستو ته محتاج دی.
۲۸۰۱
(( ډیر پاکستانیان له متحده ایالاتو سره پراړیکو ډیر په قهر دي اوهم دامریکا د کیری لوګرد مرستو پر لایحې چې دوی یې شرایط ناروا بولي په غوسه دي. خو د دوی زیاتره په دی هم پوه دي چې پاکستان په یوه بحراني حالت کې دی او مطلقا دغو د کیری لوګرمرستو او د پاکستان پوځ زموږ ملاتړ ته اړتیا لري. هیڅوک نه غواړی د بل په مرستو پورې تړلی وي، خو دوی بله لاره نه لري. زما په نظرموږ ښایي په پاکستان کې په دغه پراخ امریکایي ضد احساساتویوڅه اغیز وکړوخوډیر وخت ته اړتیاده چې دغه احسساسات له مینځه ولاړ شي.))
کوهین وایی کلینټن به له ډیرو ستونزو سره مخ وي ځکه د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا خاص استازی ریچارد هولبروک تراوسه په دواړه هیوادونو کې داسی کوم پرمختګ نه دی ترلاسه کړی چې د ستونزو له اواریدو سره یې مرسته کړې وی.
کوهین زیاته کړه یوشمیر کسان دهولبروک قوی شخصیت ته دانتقاد ګوته نیسي خو دی له دې نظر سره مخالف دی ځکه د ده په وینا هولبروک هڅه کوي فقط هغه پالیسي پرمخ یوسي چې نور یې جوړوي.
دی وایی اساسی پوښتنه داده چې ایا متحده ایالاتو دافغانستان او پاکستان لپاره د پالیسیو ډیر مرکزونه نه دي پرانیستي؟
کوهین وایی د دی مرکزونو پنځه شپږ خویی همدا اوس په ذهن کې ګرځي:
(( یوپه خپله هولبروک دی. د بهرنیو چارووزیره اووزارت یې فکر نه کوم چې دوی به یوشان وي. د ملی امنیت شورا کارکونکي چې هرڅه کوي هم موجود دي. په سنا اواستازیو جرګو کې مختلف نظریات موجود دي. بلی خواته د دفاع وزارت دی. د پالیسۍ جوړولو بیلا بیلې څانګی موجودی چی زه ډاډه نه یم ترمینځ به یې هماهنګي موجوده وي. زه واقعا نه پوهیږم چی د ولسمشر په غیاب کی به څوک دغه چارې تنظیموي. ښایی یوه ستونزه داوي چې هغه د چا خبره کله چې قصابان ډيرشی غوا مرداریږي))
په واشنګټن کې د نړیوالو مطالعاتو د یوه بل مرکز څیړونکی سیمون سیرفتی په دې نظر دی چې د پاکستان ولسمر اصف علي زرداري له توقع زیاتې چاری ښې پرمخ وړي.
سیرفتی دامني چې زرداری د هغه په وینا تصادفی جمهورریس شوی او د خپلې میرمنې بې نظیر بوټو له مړینې وروسته یې داچانس ترلاسه کړ.
بی نظیر بهوټو چې دوه ځلې د پاکستان صدارعظمه وه، د ۲۰۰۷ کال په ډیسمبر کې په یوې ځان وژونکې حملې کې ووژل شوه.
ښاغلی سیرفتی هم د کوهین له نظر سره موافق دی چی زرداری ډیرزیات د امریکا مرستوته اړ دی. خو زرداری هغه شخص هم دی چی په قبایلی سیمو کې یې په سخت دریځو وسلوالو پسې رااخیستې ده:
(( زماپه نظر د پاکستان ولسمشر له هغه څه چی پیشبینی یې کیده چاری ښې پرمخ وړي. دې تراوسه پرچارو کنټرول لري، دی په دی کې بریالی شوی چې د هیواد پرهغو سیمو د دولتی کنټرول د ټینګیدو لپاره پوځي عملیات پیل کړي چی طالبان پرې نفوذ لری هغه سیمې چې مخکیني جمهورریس او پوځي جنرال پرویز مشرف ګواګي د دې وړتیا نه درلوده چې دغه کار وکړي.)
اوس پوښتنه داده چی ایا کلینټن کولای شي چې د زرداري په همکارۍ د پاکستان د خلکو زړونه لاس ته راوړي. دی پوښتنې ته سیرفتی د نه ځواب ورکوي او هغه هم په دې خاطر چې دی دامنی چې کلینټن په ټوله نړۍ کې محبوبیت لري او کولای شي له دی محبوبیته په دې سفر کې هم ډیره ګټه پورته کړي خو دی په دې ټينګار کوي چې په دی لنډ سفر سره د پاکستان د خلکوباور او اعتبارنشي ترلاسه کیدای.

کلینټن د پېښور د چاودنې پر مهال اسلام اباد کې خبریالانو ته وویل دا جګړه ېوازې د پاکستان جګړه نه ده .