" هېواد سولى ته اړتيا لري ، مونږ سوله غواړو."
دا په افغانستان كې د ملګرو ملتو د وياندې نيلاب مبارز په ګډون د هېواد د هنر خاوندانو، سينما او سپورت د لوبغاړو او تلويزوني ادا كارانو غږ دی چې د سولې د ورځې كمپاين يي پرې پيل كړ.
دوی دا هم ويل چې سوله بايد په افغانستان كې د يوې ورځې لپاره نه بلكې تل پاتې وي.
د سې شنبې په ورځ په كابل كې د ملګرو ملتو د ادارې د سولې د ورځې لپاره د يوې خبرې غونډې په جوړولو سره د سولې د راوستلو كمپاين په دى شعار چې تاسو د سولې لپاره څه كړي؟ پېل كړ.
د ملګرو ملتونو يوی وياندې نيلاب مبارز د جګړو له ټولو ښكيلو ډلو وغوښتل چې په هېواد كې د سولې راوستلو په مخه هڅې وكړي.
نوموړې له همدې وخت څخه په كاراخستلوغوښتنه وكړه چې د سولې د بهير د ملاتړ ترڅنګ دې مخالفې ډلې د پوليو د كمپاين ملاتړ هم وكړي:
"یوځل بیا غږ کوو چې د پولیو د کمپاین لپاره موږ ته لاره راکړﺉ، ځکه چې ستاسې ماشومان باید د ګوزڼ له ناروغۍ نه بچ شي، دا که تاسو کومک ونه کړﺉ هیڅوک نه شي کولای چې دوي وژغوري.
یو ځل بیا موږ تاسو باندې غږ کوو چې د پولیو پر ضد د واکسینو کمپاین ته په خپلو سېمو کې اجازه ورکړﺉ. ستاسې ماشومان زموږ ماشومان دي، او باید واکسین شي.))
د غونډې ګډونوالو ويل په نړې كې د سولې ورځ لمانځل كيږي خو د افغانستان لپاره دا ورځ تر بل هرهېواد او تربل هروخت څخه د نن اړتيا ده.
د م.م چارواكو ويل په افغانستان كې د لږ ترلږه يوې ورځې سولې لپاره د دوی د تېر كال هڅى بريالې وى او سږكال هم د مدنې ټولنې په سلوګونو نورو ادارو او مرستندويه موسسو په مرسته به د سولې د راوستلو په هدف د دوی هڅى دوام ومومي.
په سږنيو كليزو كې ښايې چې یووېشتم د سپتمبر به چې د وږي له وروستې ورځې سره سمون خوري د كمكي اختر لومړې ورځ وي.
په كابل كې د م.م د دفتر چارواكو دا ورځ په نیک فال نيولې او هيله لري چې همدا ورځ به په افغانستان كې د سولې د ټينګښت پېل وي.