د زهرې د کورنۍ غړي هم په هغو نویو کسانو کې شامل وو، چې له نن څخه دوه کاله مخکې د دوی پر کلي په شوې بمبارۍ کې ووژل شول.
زهره او د هغې انا ته دا مرسته په سیمه کې د ازادۍ راډیو د خبریال شرف الدین ستاکزي په لاس وسپارل شوه.
زهره، چې له نن څخه دوه کاله مخکې د یوې خوشحالې کورنۍ غړې وه او تل به يې سترګې د مور او پلار او وروڼو او خویندو په لیدو خوږېدې، نن له خپلې پنځه اویا کلنې نیا سره یوازې ژوند کوي.
زهره له خپلې انا سره د خیرات په پیسو ژوند کوي او که څه اغوندي او یا يې خوري هغه هم د خلکو له خوا خیرات وي.
اوس نو زهره ښوونځي ته نشي تلای ځکه څوک نشته ، چې د هغې لګښت په غاړه واخلي.
د زهرې د ژوند په هکله د کلي یوه مشرحاجی ګل احمدخان داسې وایی:
"د امریکا حکومت ته مو مشوره ورکړه چې بیا د درواغجنو راپورچیانو په قول د چا خونې نه بمباروي."
ښاغلي احمدخان ازادۍ راډیو په دې وستایله چې د دوی له ویرجنه حاله یې افغانان اوحتی نړیوال خبرکړل.
زهره په خورا بد اقتصادي حالت کې ژوند کوي، د استوګنې خونه یې دروازې او کړکۍ نه لري، خو د امریکا د بهرنیوچارو وزیرې میرمن هیلري کلیینټن ازادۍ راډیو سره په مرکه کې درې میاشتې وړاندې د هغې په ژوند اندېښنه وښوده او دادی اوس د یوه افغان په نوښت د امریکا په شیکاګو ښارکې خلکو خواخوږي ورسره وښوده.
دا افغان میرکی نومېږي.هغه وايي :
" دوی په امریکا کې کومه خیره ټولنه نه لري خو دا ډول واقعاتو په اوریدو سره دهغه ځای استوګنو سره خبره شریکوي ډیر خلک د افغانستان په وضعیت خوا بدي دي او قربانیانو سره د ده له لارې کومک کوي"
د هغه په وینا تراوسه یې میدان وردګ، مزارشریف، کندهاراو ځینو نورو سیموکې ورته کومکونه کړي خو له زهرې سره به یې د کومک لړۍ روانه وي.