د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۹ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۱:۰۷

جېمزجونز : د ستراتیژۍ د نتیجو له څېړنې وروسته به د نوروعسکرو پر لېږلو غور وکړو


جنرال جېمز جونز
جنرال جېمز جونز

متقاعد جنرال جیمزجونز چې د افغانستان د جګړې تجربه لري له امریکایي این بي سي ټلویزیوني کانال سره په مرکه چې پرون خپره شوه وویل، دامریکا متحده ایالاتو ته به د راتلونکی کال په پای کې دا څرګنده شي چې ایا په دې هیواد کې د پوځیانو د شمیر د زیاتوالی لپاره د بارک اوباما پلان بریالی دی که نه ؟

د بارک اوباما اداره دا فغانستان د جګړې د پرمختګونو په اړه څیړنه کوي او د دې څیړنې نتایج به راتلونکې میاشت خپاره شي.

جیمزجونز افغانستان پر هغو یوویشت زرو سرتیر سربیره چې اوباما یې د استولو پریکړه د تیرې مارچ په میاشت کې کړې، په دې هیواد کې د سرتیرو د زیاتیدولپاره مخ په زیاتیدونکې غوښتنې رد نکړې او ویې ویل موږ د سرتیرو د شمیر زیاتوالی نه ردووخو نوې ستراتیژي مو عملاً تازه په پیل کړې اوتر څیړنې لاندې ده.

ښاغلی جونزوویل که ددې اړتیا ولیدل شی چې موږ باید په افغانستان کې په یوه نه یوه بڼه خپل کارونه سره منسجم کړو او که هغه د سرتیرو دشمیر د زیاتوالی، یا د اقتصادي پرمختګ او یاهم له افغان حکومت سره د ادارو په سمون کې د ښې مرستې مسله وي، موږ به دا کار وکړو.
جونز وویل دافغانستان انتخاباتو ته په اشاره وویل په دې هیواد کې به انتخابات په ښه توګه ترسره شي.

امریکایي چارواکو ویلي چې د افغانستان په راتلونکو انتخاباتو کې به بې طرفه پاتې شي که درایې ورکولو بهیر ښه او له ډیرو بې نظمیو پرته ترسره شي.

جونز وویل دافغانستان راتلونکي انتخابات پخپله د دې هیواد د پرمختګ یوه نښه ده.

دامریکا د ملی امنیت مشاور هغه مفکوره رد کړه چې وایي، تیره اونۍ په اروپا کې د امریکا د دفاعی چارواکو بیړنۍ پټه غونډه ددې لپاره جوړه شوې وه چې د افغانستان جګړه یوې بحرانی مرحلې ته رسیدلی.

خو جمس جونس وویل دی فکر نه کوی چې دوی به یوه بحرانی یا یوه داسی حالت ته رسیدلی وی چې د طالبانو هر اقدام کولای شی دولت را نسکور کړي.
XS
SM
MD
LG