د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲ مرغومی ۱۴۰۴ کابل ۰۳:۱۹

افغانستان ته ستانه شوي کډوال په ژمي کې بې سرپناه دي


عکس له ارشیفه
عکس له ارشیفه

افغانستان ته یو شمېر تازه ستانه کړل شوي کډوال وایي، د ژمي په سړه هوا کې بې سرپناه او سختو شرایطو کې دي. دوی چې تازه له ایران او پاکستانه ستانه کړل شوي ازادي راډیو ته یې وویل چې له خپلو کورنیو، کوچنیو ماشومانو او مېرمنو سره د هېواد په بېلابېلو سیمو کې له هېڅ ډول مرستو پرته په بد حالت کې دي او د کورنۍ اکثره غړي ناروغان دي.
د پاکستان له مردان نه د افغانستان ننګرهار ولایت ته ۵ ورځې وړاندې په زوره ایستل شوی ۴۰ کلن نعمت الله وایي له خپلې ۳۶ کسیزې کورنۍ سره په ډېر سخت او د ژمي په دې سړه هوا کې په یوه غیر مناسبه سرپناه کې په داسې حال کې ژوند کولو ته اړ شوي چې د کورنۍ ۸ تنه ماشومان او ښځې یې په بېلابېلو موسمي ناروغیو اخته دي.

ده ازادي راډیو ته وویل چې په پاکستان کې یې کورنۍ ۴۰ کاله ژوند کړی او دا لومړی ځل دی چې افغانستان ته راغلي:

زموږ غوښتنه دا ده چې یوازې یوه سرپناه دې موږ ته برابره شي ځکه ماشومان مو ټول ناروغان دي، ځکه ژمی دی او ساړه دي، بیا به وروسته موږ هڅې وکړو چې کار ومومو او ژوند به ورو ورو جوړ کړو

"دلته داسې یو ځای ته راغلي یو چې یوازې یوه لویه کلا او چهاردېوالي ده، سرپناه نه لرو، ماشومان ښځې او سپین ږیري هم راسره دي، ډېر اندېښمن یو، موږ پاکستان کې کمپ کې وو، پولیسو راباندې وران کړل، موږ یې مجبوره کړو او کډې یې راباندې رابار کړې، زموږ غوښتنه دا ده چې یوازې یوه سرپناه دې موږ ته برابره شي ځکه ماشومان مو ټول ناروغان دي، ځکه ژمی دی او ساړه دي، بیا به وروسته موږ هڅې وکړو چې کار ومومو او ژوند به ورو ورو جوړ کړو."

د پاکستان له خیبر پښتنوخوا ایالته د افغانستان کونړ ولایت ته بل راستون شوی ۳۳ کلن جان محمد هم ورته شکایت لري او وایي چې په بشپړه توګه بې سرپناه او له خپلې ۱۲ کسیزې کورنۍ سره په بد حالت کې دي او په خبره یې، شاوخوا یوه میاشت مخکې په زوره رایستل شوي دي.

ده ازادي راډیو ته وویل چې پاکستان کې ده او کورنۍ یې درې لسیزې تېرې کړي:

"زه یې ونیولم، په ډېره سختۍ مې ترې ځان راخلاص کړ، پلار او او مور مې وویل چې نور دلته ژوند نه کېږي، نور دلته راروان شوو، کورنۍ مې راسره ده، دلته سرپناه نشته، مزدوري نه شو موندلی، کور مو کچه (کنډواله) دی، نه موږ دلته کومه ځمکه لرو، کډوال ډېر په زوره رایستل کېږي، نړیوال دې موږ سره مرسته وکړي، موږ سره هېڅ مرسته نه ده شوې."

خو یوازې له پاکستانه راستانه کړل شوي افغانان نه، بلکې له ایرانه په زوره رایستل شوي افغان کډوال هم د ورته وضعیت له امله شکایت کوي.

د ایران له تهرانه د افغانستان سرپل ولایت ته تېره اوونۍ راستون کړل شوی ۲۵ کلن نجیم چې د درې ماشومانو پلار دی، ازادي راډیو ته یې وویل:

"په ډېره بدبدختۍ ګزاره کوو، ډېر اندېښمن یو، ډېر اذیت یو، موږ ایران کې ۱۳ کاله ژوند وکړ، خو دلته هېڅ یو یې بلد نه دي، ډېرو ستونزو سره مخ یو، نه د خوراک څه شته، له نړیوالو ادارو مو غوښتنه دا ده چې موږ سره دې مرستې وکړي چې له لوږې مړه نه شو."

دا په داسې حال کې ده چې تازه د طالبانو د حکومت د کډوالو وزارت اعلان کړی چې په روان ۲۰۲۵ کال له ګاونډیو هېوادونو په ځانګړې توګه ایران او پاکستانه نږدې درې میلیونه افغان کډوال ستانه شوي دي.

د دې وزارت ویاند عبدالمطلب حقاني د یکشنبې په ورځ د «ډسمبر په ۲۱مه» د دوی د حکومت تر کنټرول لاندې ملي ټلویزیون سره مرکه کې وویل چې د دې هېوادونو سربېره له ترکیې هم د افغانانو د ایستلو بهیر پیل شوی دی.

بله خوا د کډوالو چارو ته د طالبانو د حکومت د رسېدنې کمېسیون د یکشنبې په ورځ پر خپله اېکس پاڼه (پخواني ټویټر) خپرې شوې شمېرې ښیي چې په یوه ورځ له پاکستانه ۵،۱۰۰ تنه او له ایرانه نږدې ۲ زره افغانان د هېواد له بېلابېلو لارو ورستانه کړل شوي دي.

د بشري حقونو ځیني فعالان د افغانستان اوسنیو شرایطو او د ژمي سوړ موسم کې د زرګونو افغان کډوالو په زوره ستنول د هر ډول بشري او کډوالو قوانینو خلاف بولي.

له دې ډلې د بشري حقونو د اتحاد غړي فهیم فرواک ازادي راډیو ته وویل چې د کډوالو کوربه هېوادونه دې ژر تر ژره دا بهیر ودروي او په خبره یې د بشري رامنځته کېدونکي ناورین مخه دې ونیسي:

د کډوالو بېرته ستنول د بشري حقونو ښکاره سرغړونه ده، کوربه هېوادونه باید دا بهیر ودروي او زموږ د هېوادونو خوندیتوب دې تضمین کړي

"په داسې حال کې چې افغانستان کې دا مهال اقتصاد او امنیت دواړه نړېدلي، د کډوالو بېرته ستنول د بشري حقونو ښکاره سرغړونه ده، کوربه هېوادونه باید دا بهیر ودروي او زموږ د هېوادونو خوندیتوب دې تضمین کړي او د دې لپاره دې انساني او قانوني حل لارې غوره کړي، دا د انسانیت ازمایل دي نه یوازې د کډوالو مسئله."

د یادونې ده چې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ (یو اېن اېچ سي ار) هم د جمعې په ورځ د «ډسمبر په ۱۹مه» په خپل کلني راپور کې ویلي و چې په ۲۰۲۵ کال کې لږ تر لږه ۲،۸ میلیونه افغان کډوال له ایران او پاکستانه افغانستان ته ستانه شوي دي.

د راپور له مخې، ۱،۸ میلیونه افغانان له ایران او ۳۹۰ زره نور له پاکستانه ایستل شوي دي.

د میلیونونو افغانانو د بېرته ستنولو راپورونه داسې وخت خپرېږي چې د ملګرو ملتونو د بېلابېلو ادارو په ګډون بېلابېلو نړیوالو سازمانونو په افغانستان کې د بد بشري وضعیت اړوند راپورونه ورکړي او د اندېښنې څرګندولو ترڅنګ یې ټینګار کړی چې د دې کډوالو دې بې ساري وضعیت ته د رسېدو لپاره میلیونونو ډالرو ته اړتیا ده، خو د افغانستان بد اقتصاد وضعیت او دې هېواد ته د نړیوالو مرستو کمېدو دا وضعیت له پسې خراب کړی دی.

XS
SM
MD
LG